لښکرګاه (پژواک،۱۳ کب ۹۷ ) د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې یو شمېر سیلاب ځپلې کورنۍ وايي چې د تېرو دوه ورځو سېلابونو یې د کورونو هر څه وړي او دوی یواځې خپل سرونه خوندي کړي دي .
دوى چې شمېر يې شاوخوا ٢٥٠٠ کورنۍ دي، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري . ځایي مسوولین هم مني چې له تېرو دوه ورځو راهیسې سیلابونو نږدې ۲۵۰۰ کورنۍ زیانمنې کړې دي .
د ناوې ولسوالۍ د پنجاو دوو د سیمي اوسېدونکي محمد داوود د کب په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې ددومره زياتو سيلابونو راوتلو فکر هم چا نه و کړى او نه دوى ورته چمتووالى درلود.
هغه زياته کړه، چې يواځې يې د خپلې کورنۍ غړي خوندي سيمې ته ايستلي او نور ټول اړین توکي چې شاوخوا درې سوه پسونه، جامې او خوراکي توکي يې له منځه تللي دي.
د ناوې ولسوالۍ د نګارې سیمې یو بل اوسېدونکي محمدګل پژواک ته وویل، اوس يې هم په نړېدلي کور کې توکي د سیلاب اوبو په منځ کې پراته دي، چې هیڅ ډول لاس رسۍ ورته نه شي کولای .
هغه له مسوولينو د نورو مرستو ترڅنګ د سرپناه غوښتنه هم وکړه.
ناوې ولسوالۍ ته د هلمند مرستیال والي مجاهد الله صفاري هم تللی و، هغه رسنیو ته وویل، چې وروستیو سېلابونو له دوه نیم زره څخه زیاتو کورنیو ته مالي زیانونه اړولي چې د دوی له لوري هم د شاوخوا ۲۵۰۰ کورنیو لپاره بېړنۍ مرستې چمتو شوې دي .
نوموړی وایي، په تېرو دوو ورځو کې د وروستیو ورښتنو او سیلابونو له امله ۵ کسان مړه او ۷ نور ټپیا شوي دي.
د هلمند دکډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ريیس سیدمحمدرامین وايي چې د موسسو له مسوولینو سره يې خبرې کړي، چې ډېر ژر به د سروې ټیمونه د سېلاب ځپلو کورنیو شمېر معلوم او دوی به هم مرستې ورته ورسوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










