کابل (پژواک، ۱۴ کب ۹۷): افغان ملي بانک د افغانستان د صنایعو له انجمن سره په پنځه سلنه ټکټانه افغان صنعتکارانو ته د ۱۰۰ میلیونه ډالرو پور د ورکړې تړون لاسلیک کړ.
د افغان ملي بانک اجرائیوي رییس احمد جاوېد وفا د دغه هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې وویل، یاد پورونه د هېواد د صنعت د پراختیا لپاره له لږ تر لږه یو کال څخه تر پنځو کلونو پورې ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه: ((موږ د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې د فابریکو د پراختیا او ماشینونو پېرلو لپاره سل میلیونه ډالره بېل کړي او د اړتیا پر مهال تیار یو چې له دې زیات پور ورکړو.))
هغه وویل، د یاد پور زیاته برخه د فابریکو د پراختیا او د ماشینونو او خامو موادو پېرلو لپاره ورکول کېږي.
نوموړي د پورونو د زیاتې اندازې په اړه معلومات ورنه کړل خو په ډاګه یې کړه چې یاد پورونه د غوښتونکي شرکت د کار د پراختیا په تناست ورکول کېږي.
هغه روښانه کړه چې افغان ملي بانک شاوخوا ۴۶ میلیارده افغانۍ ارزي زېرمې لري.
د افغانستان د صنایعو انجمن رییس سخي احمد پیمان د افغان ملي بانک له دغه اقدام څخه هرکلی وکړ او ویې ویل، لومړۍ ځل دی چې یو دولتي بانک په ډېره کمه ټکټانه صنعتکارانو ته د پنځو کلونو لپاره د پور ورکولو زمینه برابروي.
هغه وویل، صنعتکاران کولای شي چې د ماشینونو او خامو توکو د پېرلو او فابریکو د پراختیا په برخو کې د اړتیاوو پوره کولو په موخه د پور ترلاسه کولو لپاره خپل وړاندیزونه د صنایعو انجمن ته وړاندې کړي.
د هغه په خبره، د یادو پورونو په ورکولو د هېواد تولیدي فابریکې قوي کېږي او د تولید په زیاتېدو تر یوې کچې د بهرنیو وارداتو مخه نیول کېږي.
د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مرستیال عبدالرحیم فیضان وویل: ((زموږ د صنعت د نه پرمختګ یو لامل دغه سکتور ته د بانکونو نه پاملرنه ده.))
هغه له افغان ملي بانکه وغوښتل چې د پور د ورکړې په برخه کې د صنعتکارانو لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي او پېچلې پالیسې پرېږدي.
په کابل کې د خوراکي توکو د تولید د یوې فابریکې رییس احمد ارسلا هم د ملي بانک له یاد اقدام څخه هرکلی وکړ او ویې ویل، د مالي ملاتړ د نه شتون او خامو توکو د کمښت له امله له څه مودې راهیسې د نوموړي فابریکه تړلې ده.
دی وايي، له ملي بانک څخه د پور له اخیستو وروسته کولای شي خپله فابریکه بیا فعاله کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










