منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۲ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار کې د غالیو اوبدلو صنعت وده کړې ده

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۴ کب ۹۷): که څه هم په کندهار کې د ښځو د لاسي صنعت په برخه کې خامکي غاړې نړیوال شهرت لري، خو په دې وروستیو کې دلته د غالیو اوبدلو صنعت هم وده کړې او په لسګونو کورنۍ په دغه کسب بوختې دي.

ډېرې دغه کورنۍ له اوږدې کډوالۍ وروسته له پاکستان او ایرانه راستنې شوې چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له خوا ورته د کار اسانتیا برابره شوې ده.

پنځه څلوېښت کلنه قمرګله د کندهار ښار د میر بازار اوسېدونکې ده چې له خپلو دوو لوڼو سره یو ځای د غالیو اوبدلو په کار بوخته ده.

نوموړې پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا یو کال کېږي له پاکستانه تر ۲۵ کلنې کډوالۍ وروسته کندهار ته را ستنه شوې ده، هلته یې هم د غالۍ اوبدلو کار کاوه او دلته هم په دغه کار بوخته ده.

دا وايي، دلته ورسره د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له خوا د غالیو اوبدلو د سامان الاتو مرسته شوې ده، هره ورځ له سهاره تر ماښامه د خپلو لوڼو په ملتیا غالۍ اوبي او بیا یې بازار ته د خرڅلاو لپاره وړي.

د دې په خبره، په لومړیو کې په کندهار کې د غالیو اوبدلو کار هومره رونق نه درلود، خو په دې وروستیو کې لسګونه کورنۍ او سلګونه ښځې او نارینه په دغه کار بوخت دي.

دې زیاته کړه، له خپله کاره خوشحاله ده او هره میاشت ۲۰زره افغانۍ عاید لري چې په همدې د خپل ورځني ژوند اړتیاوې پوره کوي.

مریم یوه بله مېرمن ده چې له ایران څخه بېرته راستنه شوې او په کندهار ښار کې په یوه کرايي کور کې اوسېږي.

دغې مېرمنې پژواک خبري اژانس ته وویل، د غالۍ اوبدلو له لارې هم د کور کرایه ورکوي او هم د کور نور لګښتونه پوره کوي.

دا هم وايي چې په لومړیو کې چې کندهار ته راغله نو د غالیو اوبدلو له کسب سره چا بلدتیا نه لرله خو وروسته یې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست ته مراجعه وکړه او هغوی ورسره د غالیو اوبدلو د دستګاه مرسته وکړه.

نوموړې هم له خپله کاره خوشحاله ده خو غوښتنه لري چې غالیو ته دې یې په کور دننه او بهر بازار پیدا شي، څو له یوه اړخه ډېرې بې وزلې مېرمنې په دې کار بوختې شي او له بله پلوه مناسب عاید تر لاسه کړي.

دا وايي، هره اوونۍ او هره میاشت د اړوند ریاست پلاوی راځي او د دوی له کار څخه لیدنه کوي.

د ښځو تر څنګ یو شمېر هغه نارینه هم د غالیو اوبدلو په کسب بوخت دي چې مخکې په نشه یي توکو روږدي وو او له درملنې وروسته اوس روغ شوي دي.

له دې ډلې یو هم ګل محمد دی چې په خپل کور کې يې د غالیو اوبدلو دستګاه ایښې او غالۍ اوبي.

دی وايي، له بې روزګارۍ او بدې ورځې یې نشو ته مخه کړې وه، خو د کورنۍ په مرسته یې درملنه وشوه او د غالیو اوبدلو کار یې زده کړ چې اوس په خپل کور کې په دغه کار بوخت دی.

د ده په خبره، په دې توګه هم له نشو راګرځېدلی او هم خپلو اولادونو ته حلاله نفقه برابروي.

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست اړوند د ریډ پروګرام عملیاتي مشرې انجیلا ولسیار پژواک ته وویل، د هېواد د شمالي ولایتونو تر څنګ په دې وروستیو کې په سوېلي ولایتونو او په ځانګړې توګه په کندهار کې د غالیو اوبدلو صنعت ځانګړې وده کړې ده.

هغې زیاته کړه، دلته د غالیو اوبدونکو ډېره برخه هغه ښځې جوړوي چې له اوږدې کډوالۍ وروسته له ایران او پاکستان څخه بیرته خپل هېواد ته را ستنې شوې دي.

دا وايي، دغه کورنۍ د کډوالۍ پر مهال هم په دغه کسب بوختې وې چې دلته هم ورته د اړوند کسب او کار اسانتیا برابره شوې ده

د دې په خبره، په دې برخه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروگرام له لارې پر ۲۵۰ کورنیو د غالیو اوبدلو دستګاوې وېشل شوي او په دې توګه ۱۹۶۰ تنو ته د دغه کسب زمینه برابره شوې ده.

د دې په وینا، له تېر یوه کال راهیسې په دې ولایت کې ۲۸۰ متره غالۍ تولید شوي او دا لړۍ روانه ده.

د کندهار د کلیو د بیا رغونې او پراختیا رییس محمد نسیم ایوبي پژواک اژانس ته وویل، هڅه کوي د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د غالیو اوبدلو صنعت لا ډېره وده وکړي او په کور دننه او بهر ورته ښه بازار پيدا کړي.

دی وايي، تر دې مهاله سلګونه ښځې او نارینه په دې کار بوخت شوي چې د کورني اقتصاد په وده کې مهم رول لوبوي.

په هېواد کې له کرنې وروسته غالۍ اوبدل دویم کسب ګڼل کېږي او ډېر خلک ورباندې بوخت دي چې هم په دودیزه بڼه په کورونو او هم په مسلکي توګه په کارخانو کې اوبدل کېږي.

په کور دننه د اوبدل شوو غالیو د یوه متر بیه ۱۵۰ ډالره ده چې په نړیوالو بازارونو کې بیا تر ۲۵۰ ډالره رسېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد