کابل (پژواک، ۱۵ کب ۹۷): د مخابراتو وزارت د «اسانه دندې» په نوم د انټرڼټي پاڼې او د سیم لرونکي اڼترنټ د بیو د ۴۰ سلنه کمښت خبر ورکړی او ویلي یې دي، د نوي کال له پیل وروسته به د ګرځنده ټيلېفونونو لپاره د انټرنټي کڅوړو بیې هم ۳۰ سلنه کمې شي.
دغه مطلب د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد اریوبي نن په کابل کې د «اسانه دندې انټرنېټي پاڼې» د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.
هغه وویل، اقتصادي عالي شورا د لس ورځې مخکې د انټرنټي کڅوړو د بیو د کمېدو طرحه تصویب کړې ده.
نوموړي زیاته کړه: ((له مخابراتي شرکتونو سره یو ځای کار کوو څو د تري جي (3G) او فور جي (4G) انټرنېټي کڅوړو بیې کمې کړو او تر راتلونکو څو ورځو به د دې بیو د پام وړ کمښت (۳۰ سلنه) شاهد و.))
هغه وویل، د بیو د کمېدو تر څنګ به انټرنټي ظرفیتونه او خدمتونه هم لوړ شي.
د مخابراتو وزیر وویل، زموږ اساسي دنده داده چې افغانستان په وچه کې موقعیت لري او اړ یو چې د نوري فایبري کېبلونو د انتقال لپاره ګاونډیو هېوادونو ته فیس ورکړو چې دا د بیو په لوړېدو ډېر اغېز لري.
د ده په خبره، دولتي ادارې د (www.asanwazifa.gov.af) انټرنېټي پاڼې له لارې خالي بستونه اعلانوي او خلک اړ نه دي چې د دولتي بستونو لپاره تر اوږدو پروسو تېر شي او یا د خبرتیاوو ویب سایټ ته مراجعه وکړي.
هغه وویل، د دندو پلټونکي کسان خپلې ټولې ځانګړتیاوې په انلاین بڼه په دې پاڼه کې پرېږدي او دولتي ادارې شرایطو ته په کتو د خوښې وړ کسان د رقابتي ازموینې لپاره لېست ته زیاتوي.
نوموړي زیاته کړه، د دغه سیستم له لارې د دندو پلټونکو په لېست کې شامل شوو کسانو ته د ایمیل له لارې خبر ورکول کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










