فراه (پژواک، ۱۸ کب ۹۷): ولسمشر غني فراه ته د سفر پر مهال ويلي چې په دغه ولايت کې به امنيت ته جدي پاملرنه وشي، د برېښنا تعرفه به له ۳۵ څخه ۱۷ افغانيو ته ټيټه او وړتيا به يې پنځوس سلنه ډېره شي.
ولسمشر محمد اشرف غني نن په فراه کې له سېلاب ځپلو کورنیو سره د مرستو بهیر د ارزونې په موخه دغه ولايت ته ولاړ.
سېلابونو تېره اوونۍ په فراه کې درانه مالي زيانونه واړول.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د کرنې او مالدارۍ وزارت ته لارښوونه وکړه، څو هغه شنې خونې چې د سېلابونو له امله تخریب شوې، بیا ورغوي او له سېلابونو د مخنيوي په موخه د اوبو پياوړي کانالونه جوړ کړي.
هغه په دغه سفر کې له ديني عالمانو، د ولايتي شورا له غړو، د ځوانانو، ښځو او مدني ټولنې له استازو سره وکتل.
غني د فراه ولایتي شورا له غړو سره په کتنه کې ويلي چې حکومت د اوبو د مدیریت لپاره پیاوړې اراده لري او په دغه ولايت کې د بخش اباد بند د جوړولو چارې به هم پيل شي.
د هغه په وينا، د فراه کرنیز محصولات لکه انار به نړيوالو بازارونو ته صادر شي او د فراه برېښنا به د ترکمنستان د وارداتي برېښنا په مټ تامین شي.
دغه راز د خبرپاڼې له مخې، محمد اشرف غني د فراه د ځوانانو او مدني ټولنې له استازو سره هم کتلي او په دې کتنه کې يې ويلي چې فراه، نیمروز او هرات پرېمانه بادونه لري او په دې اړه یې د زمنس له کمپنۍ سره خبرې کړې، څو له دغو بادونو د برېښنا په تولید کې استفاده وشي.
هغه زیاته کړه، دا بادونه په تخمیني ډول د ۶۵زره مېګاواټه برېښنا د تولید توان لري.
د ده په وينا، د دغه ولایت د پوهنتون احاطوي دېوال به هم ورغول شي.
د هېواد ولسمشر له زېربنايي پروژو د ملاتړ په خاطر د فراه له خلکو مننه وکړه او وې ویل، د فراه ولایت په ګډون به دا مسیر د (تاپ) او (ټاپې) پروژو د تطبیق له امله د انکشافي بدلون شاهد وي.
ټاپي له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د گاز نلليکي غځول او تاپ له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د لېږد پروژې دي.
غني په دغه سفر کې له فراهي ښځو سره هم کتلي، په فراه کې يې د ښځو پرمختګ ستايلی او له چارواکو يې غوښتي چې د ښځو استخدام ته ډېره پاملرنه وکړي.
هغه ويلي چې په دغه ولايت کې به د نجونو لېسې جوړولو ته لومړيتوب ورکړي.
دغه راز د هغه په وينا، د قاضيانو او څارنوالانو په توګه د ښځو مقررۍ ته به پاملرنه وشي.
دى ويلي چې د پر شرايطو برابرو زنداني ښځو د بند په موده کې دې تخفيف راوستل شي.
دغه راز د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر د فراه له علماوو، متنفذینو او مشرانو سره په کتنه کې ويلي چې د راتلونکي کال د وري له لومړۍ نېټې به په فراه کې د جنراتوري برېښنا تعرفه له ۳۵ افغانۍ څخه ۱۷ افغانۍ ته ټیټه شي.
ده په دې کتنه کې د افغانستان د برېښنا شرکت ريیس ته لارښوونه کړې چې د وارداتي برېښتا تر راتګ پورې د جنراتوري برېښنا ظرفیت له ۴ مېګاواټه ۶ هغو ته لوړ کړي.
ولسمشر په يادو کتنو کې ويلي چې د فراه د امنیت تامینول د حکومت لومړیتوب دی او په دې اړه جدي تمرکز کېږي.
د هغه په وينا، په نږدې راتلونکي کې به باصلاحیته پلاوی دغه ولایت ته سفر وکړي او د نا امنۍ ټول جهتونه به و ارزوي. هغه د فراه له ځوانانو وغوښتل چې د امنیت د ښه والي په خاطر دې پر ولسي طرحې هم کار وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










