کابل (پژواک، ٢٩ کب ٩٧): د ملګرو ملتونو مرستندويې ادارې اوچا ويلي چې وروستيو ورښتونو او سېلابونو د افغانستان په ١٤ ولايتونو کې څه باندې ١٢٢زره خلک زيانمن کړي دي.
د دې ادارې له خوا د کب په ٢٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د ورښتونو او سېلابونو له امله د فراه، کندهار او هرات ولايتونه ډېر ځپل شوي، دغه راز په هلمند، کونړ، لغمان، زابل او ننګرهار ولايتونو کې يې هم خلکو ته درانه زيانونه اړولي دي.
اوچا ادارې زياته کړې چې د دغو سېلابونو له امله په يادو ولايتونو کې ٦٤ کسان مړه او ٣١ نور ژوبل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ورښتونو او سېلابونو له امله په يادو ولايتونو کې څه باندې ١٢٢زره کسان زيانمن شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې ملګري ملتونه وايي چې يواځې په فراه ولايت کې ٥٢زره خلک بېړنيو مرستو ته اړتيا لري، ٣٢زره په کندهار کې او ١٨زره خلک په هلمند کې مرستې غواړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د سېلابونو له امله ٤٨٤٧ کورونه له منځه تللي او ٧٥٦٧ نور کورونه زيانمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې ويلي چې له نورو مرستندويه ادارو سره يې ارزونې پيل کړې دي او ډېر ژر به له زيانمنو شويو خلکو سره د مرستو لړۍ پيل کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن