منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۰ غ.م
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پنجشېر کې د موټر چپه کېدو له امله يو کس مړ او اووه نور ټپيان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۷ کتنې

پاراخ(پژواک، ۲ ورى ۹۸): د پنجشېر چارواکي وايي چې د دغه ولايت سيند ته د يوه موټر د لوېدو له امله يو کس مړ او اووه نور ټپيان شوي دي. 

د پنجشېر ولايت د مطبوعاتو مسوول محمد منصور عنابي پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د عنابې ولسوالۍ د پنج پيران په سيمه کې رامنځته شوې.

 د نوموړي په وينا، په دغه سراچه موټر کې ټول سپاره کسان نارينه او د کاپيسا ولايت اوسېدونکي وو چې پنجشېر ته د تفريح لپاره راغلي وو.  

هغه د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله .

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې