ایبک (پژواک، ٧ وری ٩٨): د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې د ترافیکې پېښې له امله د ملي اردو یو سرتېری مړ او شپږ کسان ټپیان شوي دي.
د سمنګان امنیې قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت د پېښو امر څارمن سید مسعود ظاهر پژواک ته وویل، یاده پېښه تېر ماذیګر د کابل ــ مزارشریف په عمومي لویه لار د سمنګان ولایت د ایبک ښار په پایګاه تاش سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړه، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ملي اردو سرتېرو یو هاموې ټانک له بغلانه سمنګان ولایت ته روان و او د ایبک ښار په «پایګاه تاش» سیمه کې یې له بار وړونکي ده سلنډ موټر سره ټکر وکړ.
دغه امنیتي سرچینه د پېښې لامل د دواړو موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼي او وایې، په دې پېښه کې د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی، د اردو څلورو منسوبین، د ده سلنډ موټر چلوونکی او کلینر په کې ټپیان دي.
په همدې حال کې د سمنګان ولایتي روغتون د بېړنۍ څانګې نوکریوال، ډاکتر مقبل عزیزي پژواک ته وویل، دغه روغتون ته یو جسد او شپږ ټپیان ور وړل شوي دي.
د ډاکتر مقبل په خبره، د ملي اردو د سرتېري جسد او ټپیان چې د دوو کسانو روغتیايي وضعیت یې نازک و په مزارشریف کې د اردو روغتون ته لېږدول شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










