منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۴ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ننګرهار کې٤٠٠ ميګاواټه لمريزه برېښنا توليديږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٨ ورى ٩٨) : ځايي چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د ٤٠٠ ميليونه ډالرو په لګښت د څلور سوه ميګاواټه لمريزې برېښنا د توليد پر پلان کار کوي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وري په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددې لمريزې برېښنا د توليد لپاره پنځه زره جريبه ځمکې ته اړتيا ده.

هغه زياته کړه، په دې اړه نن د ننګرهار ولايت د مرستيال تميم عارف مومند په مشرۍ غونډه جوړه شوه چې په کې د ولايت مرستيال عارف مومند،د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې، ماليې وزارت، برېښنا شرکت او په ننګرهار کې د برېښنا او ځمکو اړوند ادارو مسوولينو شتون درلود.

له مرکز څخه د راغلي پلاوي د برېښنا شرکت ا ستازي او د پلاوي مشر عصمت الله شريفي وويل،چې دې ولايت کې د څلور سوه ميليونه ډالرو په لګښت په پنځه زره جريبه ځمکه کې څلور سوه ميګاواټه لمريزه برېښنا توليديږي او د ځمکې په ټاکلو کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند د لمريزې برېښنا پروژې پر پلي کېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې په دې سره به د صنعت په برخه کې شته ستونزې حل او سوداګري زياته شي.

نوموړي مسوولينو ته د يادې پروژې د پلي کېدو پرمهال د امنيت ټينګښت او هر ډول اسانتيا رامنځته کېدو د ډاډ ترڅنګ او د دې ولايت ادارو مسوولينو ته يې سپارښتنه وکړه، چې د پرمختيايي پلان نظر کې نيولو سره په مناسبو ځايونو کې يادې پروژې پلې کېدو په موخه ځمکې وټاکي.

 

د اراضي ادارې رييس نصرت جميل ډاډ څرګند کړ چې د يادې پروژې تطبيق لپاره زرګونه جريبه په شرايطو برابره ځمکه لري او هر مهال چمتووالی لري.

په پای کې د ادارو له مسوولينو يو ګډ پلاوی وټاکل شو ترڅو په مناسب ځای کې د لمريزې برېښنا لپاره تر بشپړ غور او هر اړخيزې څېړنې وروسته ځمکه وټاکي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي چې په دې ولايت کې د لمريزې برېښنا دتوليد لپاره دښتې او ډاګونه ډېر دي او تر سروې وروسته به يو مناسب ځاى وټاکل شي.

هغه وايي، چې د کليو پراختيا وزارت له خوا د ننګرهار په ټولو  سرحدي ولسواليو کې د هر کور لپاره لمريزه برېښنا برابرېږي.

د يادونې ده، چې تر دې مخکې په کندهار ولايت کې هم له لمر څخه د لس ميګاواټه برېښنا توليد پر پروژې کار پيل شوى،دغه راز د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له باد څخه د برېښنا دتوليد يوه پروژه هم تر لاس لاندې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد