ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوستم: که په شپږو مياشتو کې مې د شمال امنيت سم نه کړ، مخ راتور کړئ

دوستم: که په شپږو مياشتو کې مې د شمال امنيت سم نه کړ، مخ راتور کړئ

author avatar
30 Mar 2019 - 18:01
دوستم: که په شپږو مياشتو کې مې د شمال امنيت سم نه کړ، مخ راتور کړئ
author avatar
30 Mar 2019 - 18:01

مزارشريف ( پژواک، ۱۰ورى ۹۸) : د ولسمشر لومړی مرستيال او د جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشيد دوستم وايي، که حکومت اجازه ورکړي؛ نو شمال زون کې به امنيت سم لور ته سوق کړي.

نوموړي دغه څرګندونې د وري په ۱۰مه له ازبکستان څخه د حيرتان بندر له لارې بلخ ولايت تر رسېدو وروسته د خپلو پلويانو يوې غونډې ته وکړې.

هغه زياته کړه: (( ولسمشر، اجراييه رييس او امنيت شورا دې اجازه راکړي، که مې په شپږو  مياشتو کې له بادغيس څخه تر فارياب پورې ټولې سيمې له طالبانو څخه ونه نيولې، بيا مې مخ راتور کړئ او له افغانستانه مې وباسئ)).

دوستم د شمال خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د وضعيت په تړاو دې هېڅ ډول اندېښنه او تشويش نه کوي.

جنرال دوستم نيوکه وکړه، چې د افغانستان د امنيتي وضعيت ښه کېدو لپاره ښې طرحې لري؛ خو په وينا يې چې حکومتي رهبران يې د عملي کېدو برخه کې ورسره مرسته نه کوي.

د هغه په وينا، يو څو موټر سايکل سواره وسله وال دې فکر نه کوي، چې دوستم او پلويانو ته به يې شکست ورکړي.

دوستم وايي چې د افغانستان حکومت د افغانانو استازی دی او بايد د سولې په خبرو کې مهم ځای ولري؛ نه دا چې له مذاکرواتو بيرون پاتې کړای شي.

د نوموړي په وينا، د سولې مذاکراتو تر څنګ بايد دې ته هم چمتو و اوسي،  چې که د سولې خبرې ناکامې شوې؛ نو څه به کېږي.

د هغه په خبره، په راتلونکو ټاکنو کې به هم د دوی نقش مهم او برخليک ټاکونکی وي او هغه څوک به يې ګټي، چې د دوی او د دوی د خلکو ملاتړ  ورسره وي.

د ولسمشر لومړى مرستيال وايي چې نوي لمريز کال کې د سولې په تړاو د لويو بحثونو شاهد او خدای دې وکړي، چې ښه پايله ورکړي او روانه جګړه پای ته ورسېږي.

هغه وويل، د سولې خبرې به هغه وخت پايله ورکوي، چې حکومت او طالبان سره کېني.

د دوستم په خبره، عمران خان د افغانستان د وضعيت په اړه تصميم نه شي نيولی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.