کابل (پژواک،١٠ وری ٩٨): نن په کابل کې د تېرې شنبې په پرتله د قزاقي اوړو او بورې بیې لږ زیاتې شوې خو د تېلو او نورو لومړنیو توکو بیو تغییر نه دی کړی.
د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس محمد همایون پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده توګه د ۴۹ کیلو ګرامه قزاقي اړو بیه له ۱۳۶۰ افغانیو څخه ۱۳۸۰ ته او د ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې بیه له ۱۷۰۰ څخه ۱۷۲۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
خو هغه زیاته کړه، نن د تېرې شنبې په څېر په عمده توګه ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۰۰۰ افغانۍ او ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.
دغه راز د کابل ښار د منډوي چای پلورونکي نوراحمد خیرخواه وویل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر یو کیلو ګرام شین اندونېزیايي چای په ۲۸۰ افغانۍ او یو کیلو ګرام تور افریقايي چای په ۳۰۰ افغانۍ پلوري.
د یو شمېر توکو پرچون او عمده بیې په ځينو مواردو کې لږ خو په ځینو مواردو کې زیات توپیر لري.
د احمد صمیم په نوم د تایمني په دیارلسم سړک کې د خوراکي توکو یوه پلورونکي وویل، نن د ۵۰ کیلو ګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ١٤٥٠ افغانۍ، د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بورې بیه ١٨٠٠ افغانۍ، د ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه ٢٤٠٠ افغانۍ، د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه ۱۰۸۰ افغانۍ، د یوه کیلو شنه اندونیزیايي چاى بیه ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سون توکو بیو هم تغییر نه دی کړی.
د کابل ښار د وزیراباد د تېلو ټانګ یوه کارکوونکي عبدالهادي وویل، نن د تېرې شنبې په څېر د یوه لېتر پټرولو بیه ۴۹ افغانۍ او یوه لېټر ډیزل په ۴۸ افغانۍ پلورل کېږي.
د کابل ښار د تایمني د څلورم سړک یوه چای پلورونکي احمد جاوېد وویل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر یو کیلو مایع ګاز په ۶۵ افغانۍ پلوري.
د سرو زور بیو هم تغییر نه دی کړی.
د کابل ښار د تېمور شاهي واټ یوه زرګر حاجي احمد فواد صالح زاده پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سره زر په ۲۵۰۰ افغانۍ او یوه ګرام ۵۸۵ عیاره روسي سره زره په ۲۰۰۰ افغانۍ پلوري.
د کابل د شهزارده سرای د صداقت صرافۍ مالک حاجي میرحسن وویل، نن د یوه امریکايي ډالر ارزښت ٧٥.٩٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۳۷ افغانۍ بدلېږي.
د وري په ۳ مه د یوه امریکايي ډالر ارزښت ٧٥.٦٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٣٧ افغانۍ بدلېدې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










