کابل (پژواک، ١٢ ورى ٩٧): په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو کورنیو سره د جاپان حکومت د روان کال تر پایه د ۱۱ میلیونو ډالرو په ارزښت مرسته کوي.
دغه موضوع له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزیر نجیب اقا فهیم، نن په کابل کې د دغې مرستې د هوکړه ليکونو د لاسليک کولو په مراسمو کې وکړه.
ده وويل، پر يادې شوې مرستې به غير خوراکي توکي اخيستل کېږي او بيا به په څو پړاوونو کې د ټولو ولايتونو پر زيانمنو شويو کورنيو وېشل کېږي چې په لومړي پړاو کې به دغه مرستې هلمند او کندهار ولايتونو ته ورسېږي.
هغه زياته کړه، د لومړني پړاو په مرستو کې ۵۰۰ خېمې، ۱۴۱۰ کمپلې، ۵۰ ترپالونه او ۳۸۴ د اوبو ساتلو زېرمې شاملې دي.
د ده په وينا، په هېواد کې له تېرو درې مياشتو راهيسې په ٢٦ ولايتونو کې ډېرې واورې، سېلابونه، بارانونه او نورې طبيعي پېښې رامنځ ته شوې چې په کندهار، هلمند، سمنګان، بغلان، بدخشان، تخار، بلخ او کونړ ولایتونو کې يې ډېرې کورنۍ زیانمنې کړې دي.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزیر وايي، د دغو طبيعي پېښو له امله ۱۴۷ کسان مړه او ۲۷۸ نور ژوبل شوي دي. دغه راز ١١٠٠٠ کورونه په بشپړه توګه او ١٦٠٠٠ يو څه ويجاړ شوي، ١٤١ ښوونځي، ٦ لوى پلونه او ٥٧ کيلومتره سړک وران شوى دى.
دى زياتوي، د طبيعي پېښو د رامنځ ته کېدو پرمهال د دوى له خوا پر بېړنيو مرستو سربېره ١٤٥٠٠ کورنيو سره د خوراکي او ١٢٠٠٠ نورو سره د غير خوراکي توکو مرستې شوې دي.
په نننۍ ناسته کې په کابل کې د جاپان سفير میتسوجي سوزوکا وویل چې طبیعي پېښې یواځې په افغانستان کې نه، بلکې په ټولو هېوادونو کې وي.
نوموړي له افغانستان سره د مرستو کولو ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې له زيانمنو شويو کورنيو سره به يادې شوې مرستې په څو پړاوونو کې ترسره شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










