کابل (پژواک، ١٣ وری ۹۸): د اوبو په هغه ملي کنفرانس کې چې په کابل کې جوړ شو، د اوبو پر مدیریت ټینګار وشو او د اسیا پرمختیايي بانک اعلان وکړ چې د اوبو د مدیریت پروژو په ګډون د زېربناوو په برخه کې دوه میلیارده ډالر مرسته کوي.
په افغانستان کې د اوبو سرچینو د مدیریت په برخه کې پر شته ستونزو او هغه ته د حللارو د پیدا کولو په موخه نن په کابل کې د حکومتي چارواکو، متخصصینو او د پوهنتون د استادانو په ګډون (د اوبو د سرچينو مديريت او پراختيا) په نوم درې ورځنی کنفرانس جوړ شو.
په افغانستان کې د اسیا پرمختیايي بانک رییس سمويل ميوا (Samuel Tumiwa) په دې ناسته کې په افغانستان کې د اوبو په ښه مدیریت ټینګار وکړ او د دې درې ورځنۍ ناستې او یادې موخې ته د رسېدو لپاره د لس کلن پلان جوړول یې مهم وبلل.
هغه وویل، د اسیا پرمختیايي بانک په راتلونکو درېیو کلونو کې له افغانستان سره د زېربناوو، ټراسپورټ، انرژۍ، د اوبو د سرچینو او مدیریت په برخو کې دوه میلیارد ډالره مرسته کوي.
د دغه بانک د مطبوعاتي دفتر معلوماتو پر اساس، په تېرو ۱۷ کلونو کې د اسیا پرمختايي بانک د مرستو اندازه تر څلور میلیارده امریکايي ډالرو زیاتې وې.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر محمدګل خلمي نننۍ ناستې ته وویل، په افغانستان کې د سطحي اوبو اندازه ۴۹ میلیارده مترمکعب او تر ځکمې لاندې اوبو اندازه ۱۷ میلیارد متر مکعب ته رسېږي چې د ۲۳ زره مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.
خو نوموړي زیاته کړه: ((د اوبو د سرچینو د مدیریت او ساتنې او له دغو سرچینو د ښې استفادې او په وروستیو څو کلونو کې د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي لپاره ځينې کړنلارې برابرې شوې خو له بده مرغه د ناامنۍ له امله تطبیق شوې نه دي.))
نوموړي وویل، د اقلیمي تغییرانو او په هېواد کې د اوب د مدیریت لپاره د پروګرامونو د نشتون له امله سطحي او د ځمکې لاندې اوبو کچه کمېږي.
د ده په خبره، که له دغه اوبو څخه اغېزمنه استفاده شوې وای د کارموندې فرصتونه برابرېدل و د هېواد اقتصادي وضعیت هم پرمختګ کولو.
هغه زیاته کړه، په ځینو پروژو لکه د یو شمېر بندونو او د اوبو لګولو د ویالو طرح او ډیزاین کار پیل شوی خو د هېواد د اوبو د سرچینو د مدیریت لپاره یوه ستر ملي پلان ته اړتیا ده.
هغه وویل، د راتلونکو لسو کلونو لپاره د افغانستان د سرچینو د پراختیا او اوبو د سرچینو د مدیریت ملي سرتراتيژي جوړه او بشپړه شوې چې ۱۲ اصلي او ۵۲ فرعي پروګرامونه لري.
د ده په خبره، دغه ستراتيژي به ډېر ژر د اوبو د بشپړتیا د ساتنې ملي شورا ته وسپارل شي.
نوموړي وویل، د دې ستراتيژۍ په عملي کېدو به په راتلونکو پنځو کلونو کې د اوبو له سرچینو څخه د استفادې اندازه له ۲۶ میلیارد متر مکعب څخه ۲۹ میلیارد متر مکعب ته ورسېږي او په کال کې د هر کس د اوبو د استفادې اندازه به له ۷۲ متر مکعب څخه ۱۲۵ متر مکعب ته پورته شي.
د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په نننۍ ناسته کې د اسیا پراختیايي بانک له دوه میلیارده ډالرو مرستې مننه وکړه او ویې ویل، افغانستان د سطحي او ځکمې لاندې اوبو ښې سرچینې لري خو د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو له امله ورته سخت زیان اوښتی دی.
هغه وویل، که د دې اوبو مدیریت لپاره دقیق پلانونه جوړ نه شي، افغانستان به هم د نورو هېوادونو په څېر د اوبو له کمښت سره مخ شي.
د ده په خبره، ښه ستراتیژي جوړه شوې خو د عملي کېدو لپاره یې باید ټول ارګانونه جدي عمل وکړي.
ډاکتر عبدالله وویل: ((دغه ستراتيژي زموږ د خلکو اړتیاوو ته ځواب ورکوونکې ده، له ګاونډیانو سره زموږ اړیکې تعریفوي، افغانستان ځینې فرصتونه له لاسه ورکړي او د زیربناوو د جوړېدو لازم فرصتونه یې درلودل خو له دې موقع څخه په استفاده نورو لازمې زربناوې جوړې کړې... خو د افغانستان د خلکو هیله داده چې له خپلو دغه حقونو څخه استفاده وکړي او د ښه ژوند زمینه ورته مساعده شي.))
نوموړي له هېوادوالو وغوښتل چې له اوبو څخه د استفادې پر مهال اصراف ونکړي او د اوبو له بې پلانه مصرف څخه ډډه وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










