منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۹ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

سېلابونو د استوګنې ۲۷ زره کورونه تخریب او زیانمن کړي دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۴ کتنې

کابل (پژواک، ١٣ وری ۹۸): د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې په تېره یوه میاشت کې د سېلابونو د راوتلو له امله ۱۴۱ کسان مړه، ۲۴۲ کسان ټپیان او شاوخوا ۲۷ زره د استوګنې کورونه تخریب یا زیانمن شوي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم نن «د اوبو پنځم ملي کنفرانس (د اوبو د سرچينو مديريت او پراختيا)» په نوم ناسته کې د دغه مطلب د بيانولو تر څنګ وویل، تر ټولو ډېر سېلابونه د هېواد په شمالي او جنوب لوېدیځو ولایتونو کې راوتلي دي.

نوموړي له جزئیاتو پرته وویل، د سېلابونو د راوتلو له امله شاوخوا ۱۸۲زره کسان زیانمن او له له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.

هغه زیاته کړه: ((تېر کال ژمى زیات ورښتونه وو او د وړاندوینو په اساس د وري او غويي په میاشتو کې به هم زیات بارانونه وشي، موږ د سېلابونو له راوتلو څخه ډېره اندېښنه لرو.))

نوموړي د جګړې په پرتله د طبیعي پېښو زیان ډېر وباله او ویې ویل، د طبیعي پېښو د زیانونو د کموالي لپاره باید جدي توجه وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې