منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۵ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سوداګر: د سپین بولدک لار دې ۲۴ ساعته پرانیستې وي

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۴ وری ۹۸): د کندهار سوداګر وايي چې د سپین بولدک لار دې د صادراتو او وارداتو لپاره ۲۴ ساعته پرانیستې وې.

هغوی دغه راز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د ځینو ستونزو یادونه هم کوي چې باید حل لارې ورته ولټول شي.

سوداګرو په دې برخه کې خپلې غوښتنې او ستونزې په کندهار کې د پاکستان قونسلګرۍ له چارواکو سره په یوې غونډې کې هم شریکې کړې.

د کندهار سوداګرۍ خونۍ مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، لکه څنګه چې پاکستان اعلان وکړ چې د تورخم لار به ۲۴ ساعته پرانیستې وې، د دغه ولایت سوداګر غوښتنه لري چې د تورخم په څېر دې د سپین بولدک لار هم ۲۴ ساعته پرانیستې وې.

د ده په خبره، په دې توګه به هغه سوداګریز توکي په ځانګړې توګه سابه، لنده مېوه او نور چې له افغانستان څخه صادرېږي او یا له پاکستان څخه واردېږي، نه خرابېږي او پر وخت به رسېږي.

نوموړي په کراچي بندر کې د افغان سوداګرو د ستونزو یادونه هم وکړه او ویې ویل، د اپټا تړون له مخې د افغان سوداګرو هغه وارداتي توکي چې له بهرنیو هېوادونو پر دغه بندر راوړل کېږي، په نمونوي توګه به د ټول جنس ۵ سلنه تشریح کېږي.

خو دی وايي، په دغه بندر کې د افغان سوداګرو د مالونو سل سلنه تشریح کېږي چې ټول توکي سره پاشل کېږي، کیفیت ته یې زیان رسېږي او بیرته په موټرونو کې بارېدل یې ډېر وخت اخلي.

دغه راز ده دا هم وویل چې کله دغه بندر ته په سوداګریزو توکو بار کښتۍ را رسېږي نو د افغان سوداګرو اموال تر ټولو وروسته را کښته کېږي چې دا هم یوه ستونزه ده.

د کندهار د وچې مېوې ټولنې مشر حاجي عبدالله وويل، پاکستاني موټر چلوونکي د دوی د صادراتي توکو د لېږد پر مهال په خپلو موټرونو کې قاچاق کوي چې د افغان سوداګرو د نوم بدۍ او زیان سبب کېږي.

دی وايي، ټول هغه توکي چې له افغانستان څخه پاکستان او هند ته صادرېږي، په چمن کې د پاکستاني ګمرک له خوا کتل کېږي، خو کله چې پر دغو توکو بار موټر د چمن له کوږک غره تېر شي، موټر چلوونکي په کې ځیني قاچاقي توکي باروي.

 

نوموړی غوښتنه کوي چې پاکستانی لوری دې دغه ستونزه حل کړي.

یوه بل سوداګر حاجي محمد قسیم وویل، د افغان سوداګرو موټرونه پر پاکستاني چیک پوسټونه له کوم دلیل پرته درول کېږي چې دغه ځنډ د دوی اموالو ته زیان اړوي.

دغه راز ده هم غوښتنه وکړه چې که د سپین بولدک لار سمدستي ۲۴ ساعته نه شي پرانیستل کېدای نو لږ تر لږه دې یې وخت ډېر شي؛ ځکه اوس مهال دغه دروازه د سهار ۸:۰۰ بجې پرانیستل کېږي او د مازدیګر ۴:۳۰ بجې بیرته تړل کېږي.

د ده په خبره، پر خوراکي توکو، سبو او مېوې بار هغه موټر چې له یاد وخت وروسته رسېږي، مجبور دې انتظار وباسي چې په دې توګه په موټرو کې بار توکي خرابېږي او سوداګر زیانمنېږي.

د تازه مېوې د سوداګرو ټولنې مشر حاجي ناني اغا وویل، څو ډوله تازه مېوه انګور، انار، مالټه، کېله او نور چې له افغانستانه پاکستان او له پاکستانه افغانستان ته صادرېږي، مالیه یې باید معاف شي.

دغه راز ده غوښتنه وکړه چې د سپين بولدک لار او دواړو لورو ته ګمرکات دې شپه او ورځ پرانیستي وي، څو د صادراتو او وارداتو دواړو لپاره اساني وي.

د افغان سوداګرو د دغو غوښتنو په ځواب کې په کندهار کې د پاکستان جنرال کونسل دوست محمد وزیر پژواک خبري اژانس ته وویل، اوسمهال د تورخم لارې د ۲۴ ساعته پرانیستې پر چارو کار روان دی چې څو میاشتې وخت اخلي.

ده وویل، په لومړي ګام کې د همدې لارې پر پرانیستو کار کېږي خو په دویم ګام کې به په ورته توګه د سپین بولدک لار هم ۲۴ ساعته پرانیستې وي.

خو ده وویل تر هغه چې دغه کار کېږي، د تازه مېوې د صادراتو پر مهال به دروازه تر ټاکلي وخت څو ساعته زیاته پرانیستې وي.

دغه راز ده وویل چې د افغان سوداګرو د اسانتیا په موخه به افغان سوداګرو ته فرمټونه هم ورکړل شي چې په تجارتي توکو بار موټر نېغ په نېغه له کندهار څخه کویټې او له کویټې څخه کندهار ته لاړ شي.

دی وايي، د افغان سوداګرو نورې ستونزې چې په دوی پورې اړه لري، همدلته یې حلوي او هغه چې د دوی په حکومت پورې اړه لري د حل لپاره به له هغوی سره شریکېږي.

ده یادونه وکړه، دوی ژمن دي څو د سوداګرۍ په برخه کې په دواړو اړخونو کې شته ستونزې هوارې کړي او دواړو لورو ته سوداګري وده وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد