منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۵ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر غني: ځمکه باید د تولید وسیله شي نه د کاغذپرانۍ او غصب

· ۴ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې

کابل (پژواک، ١٥ ورى ٩٨): ولسمشر غني له ټولو دولتي چارواکو او مسوولينو غوښتي چې د کورنيو توليداتو لپاره په ملي او نړيواله کچه بازارموندنه وکړي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې نن د لويې جرګې خېمه کې د کرنې د ترویج پنځم ملي کنفرانس ته په خپله وينا کې وکړې.

په دغه کنفرانس کې چې له ټول هېواده شاوخوا درې زره بزګرانو په کې حضور درلود، ولسمشر بزګرانو او مالدارانو ته د ښه راغلاست تر څنګ د هېواد د بزګرانو پیداوار ته د هوایي او ځمکنیو دهلېزونو د پرانیستنې په برخه کې د دولت د اقداماتو په اړه خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه: "بازارموندنه د هر وزیر د افغانستان د هر سفارت او ډیپلومات کار دی او تر هغه چې بازار نه وي، په تولید کې توپیر نه راځي. هغه څرګنده کړه، د اقتصادي خپلواکۍ کيلي د بزګرانو په ځانګړې توګه د ښځو بزګرانو او متشبثو په لاس کې ده."

ولسمشر له سرچینو او پانګو پر موثرې استفادې او دغه راز د اوبو د مدیریت پر اړتیا ټینګار وکړ، ويې ویل: "زموږ په هېواد کې باید لږ تر لږه ۲۰ میلیارده متر مکعب اوبه زېرمه شي، د هېواد د اوبو د مدیریت بنسټ اېښودل شوی او چټک کار ته اړتیا ده. هغه زیاته کړه، ځمکه باید د تولید وسیله شي، نه د کاغذپرانۍ او غصب."

نوموړي دغه راز د څرځایونو پر مدیریت هم ټینګار وکړ او وې ویل، د کوچیانو عصري مالدارۍ ته لومړیتوب ورکوو او اړوند ادارې باید په دې برخه کې اقدام وکړي.

ولسمشر وویل، کوچیان د افغانستان یوې ژبې، قوم او سیمې پورې نه دي تړلي، بلکې ټول قومونه په کې شامل دي.

هغه وویل: "زموږ اساسي اقتصادي موخه دا ده چې افغانستان له واردوونکي هېواد څخه د کرنیز پیداوار او خوراکي توکو پر صادروونکي هېواد بدل کړو."

اشرف غني د هېواد بزګرانو او مالدارانو ته ډاډ ورکړ چې دولت د داخلي بازار د ساتنې او پیاوړتیا لپاره هر ډول اقدام ته چمتو دی.

هغه څرګنده کړه، بزګر، مالدار، پانګوال، سوداګر او صادروونکی باید د ارزښت په ځنځیر کې خپل ځان وویني.

ولسمشر غني د دې ټکي په څرګندولو چې د خپلو بزګرانو د تولیداتو موثریت او د بزګرانو مؤلدیت زیات کړي، وویل: "افغانستان زموږ ګډ کور او میراث دی او د هېچا ډالۍ نه ده، دغه میراث زموږ د نیکونو د قربانیو پایله ده چې ساتنه او پرمختګ یې پر موږ لازم دی."

هغه د خپلو خبرو په پای کې هیله مندي وښوده چې بزګران، باغداران، مالداران او مرغداران دې په روان کال کې د کمي او کیفي بدلون شاهدان و اوسي.

په دغه کنفرانس کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني له ولسمشره د مننې تر څنګ وویل، دغه کنفرانس بزګرانو او مالدارانو ته د کرنې وزارت د کاري برنامو د وړاندې کولو، د دوی د ستونزو د حل او وړاندیزونو د ترلاسه کولو په موخه جوړ شوی دی.

نوموړي د کرنې وزارت د ۱۳۹۷ کال د ستونزو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، تېر کال د وچکالۍ له امله د کرنې سکتور زیانمن شو، خو کرنې وزارت په خپلو کمو امکاناتو وتوانېد د دې ستر ناورین مخه ونیسي.

نصیراحمد دراني، د کرنې سکتور پر پراختیا او ترویج د ټینګار تر څنګ وویل، هغه څوک چې د کرنې سکتور کې پانګونه کوي، کرنې وزارت له دوی سره هر اړخیزه همکاري او ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه، کرنې وزارت د ۱۳۹۸ کال اوږدمهاله هر اړخیز پلان چمتو کړی او د لازیاتې ارزونې په موخه یې د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړی دی.

دغه راز د مرغدارۍ اتحادیې ريیس معروف ظفر، د مرغدارۍ صنعت ته د پاملرنې په خاطر له جمهور ريیس څخه د مننې تر څنګ وویل، دغه اتحادیه د هېواد په کچه ۱۰۸۲۴ فارمونه لري او په دې برخه کې ۹۸۳ میلیون ډالره پانګونه شوې ده.

هغه زیاته کړه، په دغه سکتور کې ۱۲۰زرو تنو ته په مستقیم ډول او ۲۶۳زرو تنو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوی ده.

افغانستان د چرګانو د غوښې کلنۍ اړتیا ۲۹۵زره متریک ټنه اټکل شوې چې د مرغدارۍ اتحادیه توانېدلې په تېر کال کې ۲۱۹زره متریک ټنه د چرګانو غوښه تولید کړي.

دغه راز د افغانستان د چرګانو د هګیو کلنۍ اړتیا ۱۱۶۰ میلیونه دانې هګۍ دي او زموږ اتحادیه توانېدلې چې ۶۰۰ میلیونه هګۍ تولید کړي.

په دغو مراسمو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او دولتي کارکوونکو په خوراکي مینو کې د میدان وردګو د مڼو د شاملولو تفاهمنامه د ملي تدارکاتو ادارې او د میدان وردګو د بڼوالو اتحادیې ترمنځ د ولسشمر غني په حضور کې لاسلیک شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد