منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سيلابونو له امله هرات او سمنګان کې اتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

هرات، ايبک (پژواک، ۱۶وری ۹۸):د هرات او سمنګان په ولايتونو کې د سيلابونو د راوتو له امله اتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد نن د وري په ۱۶ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولايت په کرخ ولسوالۍ او د هرات- بادغيس لويې لارې اړوند د سبزک کوتل  په سيمه کې راوتلو سيلابونو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

هغه زياتوي، تر دې دمه د کرخ ولسوالۍ د چوبي جومات په سيمه کې پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د هرات – بادغیس لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې تر دې دمه شاوخوا ۱۵ تنه چې سیلابونو وړي لادرکه دي.

همداراز، د سمنګان ولایت د درې صوف ولسوال احمدالله احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ تر غرمې وروسته شاوخوا شپږ بجې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې سيلابونه راوتلي او ګڼ شمېر کلي يې زيانمن کړي دي.

هغه زياتوي، د دې سيلابونو له امله درې  ځوانان چې د درې صوف ولسوالۍ د دلدل په سيمه کې د اوبو د زېرمې په جوړولو بوخت وو، مړه شوي دي.

د ده په وينا، يادو سيلابونو مالي زيانونه اوړلي او د راوتو له امله يې لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه خرابه شوې ده.

د درې صوف ولسوالۍ د جواجه مقُلي کلي اوسېدونکی رفيع الله وايي چې د دې ولسوالۍ د معقصود په کلي کې سیلابونو درې تنکي ځوانان چې د ېوې کورنۍ غړي دي، مړه کړي دي.

هغه زیاتوي، دغه ځوانان د دلدل په دره کې داوبو لګولو په موخه د اوبو د زېرمې په جوړولو بوخت وو.

هغه وايي، يادو سيلانونو ډېرې کرنې ځمکې ويجاړې کړې دي.

د يادونې ده چې په دې وروستو کې په هېواد کې د سيلابونو د راوتو له امله ۱۱۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۳۰ زرو ډېرې کورنۍ زيانمنې شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې