منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۱ غ.و
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

په کابل کې د سرو زرو او پټرول تېلو بیې لوړې شوې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

 

کابل (پژواک، ١٧ وری ٩٨): نن په کابل کې د تېرې شنبې په پرتله د پټرول تېلو او سرو زرو بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یوه لېتر پټرولو بیه له ۴۹ څخه ۵۰ افغانیو ته لوړه شوې خو یو لېتر ډېزل بیا د تېرې شنبې په پرتله په ۴۸ افغانۍ پلوري.

هغه وویل، په نړیوالو بازارونو کې د پټرولو بیې له لوړېدو وروسته د کابل ښار په بازارونو کې هم د هغو بیه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د تایمني څلورم سړک یوه چای پلورونکي احمد جاوېد وویل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر یو کیلو مایع ګاز په ۶۵ افغانۍ پلوري.

د سرو زرو بیې لوړې شوې دي.

د مریم لېسې بارز یوه زرګر عبدالبصیر وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سرو زرو بیه له ۲۵۰۰ څخه ۲۶۰۰ ته لوړه شوې او د یو ګرام ۵۸۵ عیار عربي سرو زرو بیه له ۲۰۰۰ څخه ۲۱۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

عبدالبصیر زیاته کړه، په نړیوالو بازارونو کې د سرو زرو بیې تر لوړېدو وروسته په کابل کې هم د سرو زرو بیه لوړه شوې ده.

د خوراکي توکو له ډلې د اوړو بیې ټيټې شوې دي.

د کابل د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر محمد همایون وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۳۸۰ څخه ۱۳۶۰ ته راټيټه شوې ده.

خو د ده په خبره، نن د تېرې شنبې په څېر د ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې عمده بیه ۱۷۲۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله وریجې په ۲۰۰۰ افغانۍ او ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۰۴۰ افغانۍ پلورل کېږي.

دغه راز د کابل ښار د منډوي چای پلورونکي نوراحمد خیرخواه وویل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر یو کیلوګرام شین اندونيزیايي چای په ۲۸۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقايي چای په ۳۰۰ افغانۍ پلوري.

د یو شمېر توکو پرچون او عمده بیې په ځينو مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا زیات توپیر لري.

د احمد صمیم په نوم د تایمني په دیارلسم سړک کې د خوراکي توکو یوه پلورونکي وویل، نن د ۵۰ کیلوګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ١٤٥٠ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې بیه ١٨٠٠ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ٢٤٠٠ افغانۍ، د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه ۱۰۸۰ افغانۍ، د یوه کیلو شنه اندونیزیايي چاي بیه ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل د شهزارده سرای د صداقت صرافۍ مالک حاجي میر حسن وویل، نن د یوه امریکايي ډالر ارزښت ٧٦.٦٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٣٦ افغانۍ بدلېږي.

د وري په ١٠مه د یوه امریکايي ډالر ارزښت ٧٥.٩٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٣٩ افغانۍ بدلېدې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد