کابل (پژواک، ٢٠ ورى ٩٨): د سعودي عربستان يوه شرکت په افغانستان کې د لمريزې برېښنا د توليد په برخه کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.
په سعودي کې د افغانستان سوداګريز اتشه رياض سادات د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نوموړي د سعودي د الشريف کمپنيو ګروپ عمومي رييس عبدالعزيز عمر ال ناصر، د یادې کمپنۍ تخنيکي او تجارتي رييس عاصم حامد او د پروژو له مرستيال عمر عبدالعزيز ال ناصر سره په جده کې وليدل.
هغه زياته کړه چې يادو مسوولينو ته يې په افغانستان کې د پانګونې پر موجوده فرصتونو پريزنټېشن ورکړ، د هغوی پوښتنې يې ځواب کړې او پر اړوند مسايلو يې ورسره بحث وکړ.
د سادات په وينا، الشريف کمپنۍ په افغانستان کې د لمريزې برېښنا او برېښنا لېږد پروژو په برخو کې پانګونې ته لېوالتيا وښوده او په دې برخه کې يې د اړوند پروژو د تفصيلي او تخنيکي معلوماتو غوښتنه وکړه.
دى وايي، د افغانستان د تجارتي اتشې دفتر جدي هڅه کوي چې د پانګونې دغه فرصت پر يو واقعيت بدل کړي.
login or register a new account.