کابل- فیض اباد (پژواک، ۲۰ وری ۹۸): طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په تېرو لسو ورځو کې د سېلابونو له امله په ۱۳ ولایتونونو کې لږ تر لږه ۱۶۹ کسان مړه، ټپیان او نادرکه شوي دي.
د دغه وزارت د مطبوعاتي دفتر په هغې خبرپاڼه کې چې پژواک ترلاسه کړې، راغلي چې په بدخشان، تخار، هرات، بادغیس، بلخ، جوزجان، سمنګان، بغلان، سرپل، کونړ، نورستان او غور ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله د روان کال د وري له اتمې تر اوسه ۱۰۸ کسان مړه، ۱۳ نادرکه او ۴۸ نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د سېلابونو له امله د یوه جومات د محراب په ګډون د استوګنې ۳۰۰۵ کورونه، دوه ښوونځي، ۴۷ پلچکونه، ۲۲۴ کیلومتره سړک په بشپړ ډول تخریب شوي او د استوګنې ۸۸۹۲ کورونه لږ تخریب شوي او شاوخوا ۹۰۰۰ څاروي له منځه تللي دي.
سرچینې زیاته کړې، ۴۷۵۶ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدې مرسته، خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشل شوي او دغه بهیر په سېلاب ځپلو ولایتونو کې دوام لري.
په ورته وخت کې د بدخشان ولایت طبیعي پېښو ته د رسېدو د چارو مسوولین وايي، د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله د نسي ولسوالۍ دوه اوسېدونکي وژل شوي او د سیمې اوسېدونکو ته یې سخت زیانونه اړولي چې تر اوسه یې کره اندازه معلومه نه ده.
د بدخشان طبیعي پېښو ته د رسېدو د چارو ادارې رییس سید عبدالله همایون دهقان وايي: ((د دغه ولایت په کشم، شهر بزرګ، مایمي، نسي، یفتل او درایم ولسوالیو کې وروستیو سېلابونو د استوګنې له ۲۰۰ زیات کورونه، سلګونه جرېبه کرنیزه ځمکه، پلونه او پلچکونه، کرنیز کانالونه، له تګاب ولسوالۍ سره د کشم ولسوالۍ لار تخریب کړې او دغه راز د ولسوالیو له مرکزونو سره د کلیو لارې بندې شوې دي.))
هغه روښانه کړه چې همدا اوس د تګ راتګ د لارو پاک کاري او په شپږو ولسوالیو کې د اوښتو زیانونو سروې پیل شوې او د لارو له خلاصېدو او د دې سروې تر بشپړېدو وروسته به د مرستو رسونې چارې پیل شي.
د سیمې هغه اوسېدونکي چې له څلورو ورځو راهیسې یې خپل کورونه له لاسه ورکړي وايي، تر اوسه هېڅ حکومتي او مرستندوی بنسټونو له دوی سره مرسته نه ده کړې.
د بدخشان طبیعي پېښو ته درسېدو د چارو ادارې مسوولین وايي، د مرستو لپاره ټول تیاري نیول شوي دي، خو د دغه ډول پېښو د تکرار په صورت کې یاده اداره د مرستو توان نه لري او مرستندوی بنسټونه باید ورسره مرسته وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










