لښګرګاه (پژواک، ٢٢ ورى ۹۸): هلمند کې کوچيان وايي چې دښتې او څرځايونه یې د زورواکو له خوا غصب شوي او په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي، خو د کرنې وزارت ویلي چې له یادو کوچيانو سره د مرستې پلان لري.
هلمند د کرنې له اړخه د هېواد له لویو ولايتونو شمېرل کېږي خو په وروستيو کلونو کې یې ډېرې دښتي او ځمکې د خلکو له خوا غصب شوې او د کرنې لپاره ترې کار اخلي.
د ګرمسېر ولسوالۍ يو کوچى ميراګل وايي، هغه دښتې چې پخوا د دوى مالونو لپاره مناسب څرځایونه وو، اوس هغه ټول د خلکو له خوا کرل کېږي او دوی په دې برخه کې اوس له ستونزو سره مخ دي.
هغه وايي چې وروستیو سېلابونو کوچیانو ته سخت زیان اړولی او ګڼ څاروي یې له منځه تللي دي.
یوه کوچي الله محمد پژواک اژانس ته وويل چې د تېر ژمي او اوسني ورښتونو د هلمند دښتې او ځمکې شنې کړې خو دا چې د ځینو کسانو له خوا غصب شوې نو اوس دوی خپل څاروي په کې نه شي څرولی.
د ده په خبره چې ولايتي ادارې د دوی د څرځایونو ستونزې ته رسېدنه نه ده کړې او نه یې هم د سېلابونو له امله زیانمنو کوچیانو سره کومه مرسته کړې ده.
د هلمند د کرنې رييس انجنير زلمی الکو هم د کوچيانو يادې ستونزې مني خو وايي چې د سږ کال لپاره داسې پروژه په پلان کې لري چې په لرو پرتو سيمو او ولسواليو کې د يادو کوچيانو لپاره اوبه مهار کړي او تر څنګ به یې نورې مرستې هم ورسره وشي.
الکو وايي، په تېرو څو مياشتو کې د دغه ولايت له ډېرو کوچیانو سره د کونجاړې مرسته شوې او دا لړۍ لا هم روانه ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










