منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۳ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پاکستان له فضا د الوتنو ممنوعیت افغانستان ته ۱۲ میلیونه ډالر زیان اړولی

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

 

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۹۸): افغانستان د پاکستان فضايي حریم بندېدو له امله تر اوسه څه باندې ۱۲ میلیونه ډالر زیان ګاللی او هڅه کوي چې د چین له لارې هند ته نوې لار پرانیزي.

د ۱۳۹۷ کال د کب په ۹مه د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ له راپورته کېدو وروسته، پاکستان خپل هوايي حریم د افغانستان په ګډون د ځینو بهرنیو الوتنو پر مخ بند کړ او له افغانستانه هند ته د الوتکې د ټکټ بيه له ۳۲۰ امریکایي ډالرو ۴۹۸ ډالرو ته لوړه شوه.

د افغانستان د ترانسپورټ وزارت اړوند د ملکي هوايي چلند رییس محمد قاسم وفایي زاده نن په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ((ولس ته د حکومت حساب ورکولو پروګرام)) کې وویل: ((د پاکستان له فضايي حریمه د الوتنو بندېدو له امله د دې تر څنګ چې افغانان د ټکټ نرخونو لوړېدا له اړخه زیانمن شوي، موږ (هوايي چلند اداره) هم تر اوسه د عبوري عوایدو له بابته څه باندې ۱۲ میلیونه ډالر زیانمن شوي یو.))

د هوايي چلند ادارې د معلوماتو له مخې، د پاکستان د فضایي حریم له بندېدو مخکې هره ورځ په اوسط ډول د افغانستان له هوایي حریم څخه ۲۵۰ الوتنې نورو هېوادونو ته ترسره کېدې، خو د عبوري الوتنو پر وړاندې د پاکستان هوایي حریم په تړل کېدو، دا شمېر نږدې ۹ الوتنو ته راټیټ شوی دی.

نوموړي وویل چې دمګړۍ له افغانستانه هند ته الوتنې د ایران له لارې ترسره کېږي چې د پاکستان او هند ترمنځ واټن په نسبت، دوه برابره دی.

د هغه په خبره، د افغانستان ملکي هوايي چلند اداره هڅه کوي څو له چين څخه هند ته نوې هوایي لار پرانیزي؛ ځکه دا لار د ایران لارې په نسبت لنډه ده.

نوموړي په ډاګه کړه: ((له بده مرغه ټولې ډيپلوماتیکې هڅې مو بې پایلې وې؛ ځکه د پاکستان هوایي حریم مسوولیت د دغه هېواد ملکي ادارې په واک کې نه دی او هغه د نظامي دستګاه له لوري اداره کېږي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، پاکستان ویلي چې خپل هوایي حریم د اپرېل تر ۲۴مې (غويي ۴مې) د عبوري ترافیک پر وړاندې بند ساتي.

دغه راز د هېواد بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه غوښتنه کړې چې خپل فضایي حریم له افغانستانه هند ته د الوتنو لپاره پرانیزي.

دا غوښتنه د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په کابل کې د پاکستان له سفیر نصرالله خان سره د لیدنې پر مهال مطرح کړې ده.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشر په نننۍ غونډه کې د دې ادارې راتلونکي پلانونه له خبریالانو سره شریک کړل.

هغه وویل چې دې ادارې په تېرو کلونو کې د عبوري الوتنو له ټکس، خاک پولي او د املاکو له اجارې څخه ۸.۱ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کول.

نوموړي دغه راز وویل چې دې ادارې تېر کال ۳.۷ میلیارده افغانۍ بودجه درلوده چې ۹۷. ۴ سلنه یې په څلورو عملیاتي او ۱۹ بنسټیزو پروژو کې لګول شوې ده.

هغه د نوي رادار سیستمونو نصبول، د هوايي ترانسپورټ خدمتونو معیاري کول او د نړیوال هوايي چلند ادارې د تخنیکي پلاوي ۵۰ سلنې سپارښتنو تطبیق، د دې ادارې د تېر کال له لاسته راوړنو یاد کړل.

نوموړي وویل چې د یادو ټولو سپارښتنو په عملي کېدا به د افغانستان هوايي چلند اداره د اروپايي ټولنې له تور لېسته ووځي.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې تېر کال د هوايي دهلېزونو له لارې څه باندې پنځه ټنه افغاني تولیدات د هند، چين، ترکیې او سعودي عربستان په ګډون ځینو اروپايي هېوادونو ته صادر شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد