کابل (پژواک، ١٠ غويى ٩٨): د ناټو ملکي استازى وايي چې د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره ولسمشريزې ټاکنې او د سولې پروسه دواړه بايد په لومړيتوب کې وي.
د ناټو ملکي سفير دغه څرګندونې پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وکړې.
هغه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت، سياستوالو او طالب استازو ترمنځ د کېدونکي بين الافغاني ناستې پر لغوه کېدو د نا هیلۍ پر څرګندولو هيله څرګنده کړه چې د افغانانو ترمنځ دا ډول ناسته ډېر ژر وشي.
نيکولاس کې وايي، سوله يوه سخته پروسه ده چې په ډېر احتياط او حوصلې سره بايد پر مخ بوتلل شي او هر څوک بايد په دې برخه کې انعطاف وښيي.
د ناټو ملکي استازى وايي، ټول پر دې پوهېږي چې د دوحې ناسته د سولې رسمي مذاکرات نه، بلکې د خبرو اترو لپاره ښه فرصت و.
د هغه په وينا، تلپاتې سوله يواځې د بين الافغاني مذاکراتو له لارې ممکنه ده او هيله يې څرګنده کړه چې بين الافغاني مذاکرات ژر تر ژره پيل شي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی د ولسمشريزو ټاکنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وايي، دا ټاکنې چې د روان لمريز کال د تلې په مياشت کې ترسره کېږي، د ټاکنو کمېسيون ته په کار دي چې تر ټاکنو مخکې د تېرو ولسي جرګې ټاکنو ستونزې او نيمګړتياوې هوارې کړي.
د هغه په وينا، د دغو ستونزو او نيمګړتياوو د هواري په صورت کې رڼې، باوري او ټولو ته د منلو وړ ټاکنې ممکنې کېداى شي.
هغه د افغان سولې په تړاو د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د روانو هڅو په اړه وايي چې ناټو سازمان د خليلزاد د هڅو ملاتړ کوي.
د نوموړي په وينا، خليلزاد په بروکسل کې د ناټو سازمان د غړو هېوادونو سفيرانو ته څلور ځلې د روانو هڅو په اړه معلومات ورکړي او دى هم ورسره له نږدې په اړيکه کې دی.
نېکولاس کي وايي: ((خليلزاد ډېره هڅه کوي چې طالبان بين الافغاني مذاکراتو ته اماده کړي، دغه کار څو کاله مخکې ناممکن و، خو اوس د سولې لپاره چانسونه زيات شوي دي.))
په افغان سولې پروسه کې د پاکستان د رول او همکاريو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو ملکي استازي وويل چې پاکستان د افغان سولې پروسې او سياسي جوړجاړي ته ډېره لېوالتيا لري.
خو هغه زياتوي، د افغانستان ټول ګاونډيان بايد د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې په پروسه کې رغنده رول ولوبوي.
نوموړي د سولې مشورتي لويې جرګې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، ناټو د ټولو هغو هڅو هرکلى او ملاتړ کوي چې د سولې لپاره اجماع رامنځته کوي.
د ناټو ملکي سفير وايي، دا بايد د ټولو افغانانو، ښځو او نارينه وو، د ټولو سياسيونو او قومونو استازيتوب ولري.
د هغه په وينا، لويه جرګه يو افغاني دود دی، افغانان يې پر ارزښت او رول ښه پوهېږي.
نېکولاس کي هيله څرګنده کړه چې د جرګې ګډونوالو ښه بحثونه ولري او يوې داسې پايلې ته ورسېږي چې په کې د ټولو افغانانو نظرونه شامل وي.
د ناټو ملکي استازي د دې پوښتنې په ځواب کې چې له سولې وروسته د دې ضمانت څوک ورکوي چې د افغانانو له سرو کرښو به تجاوز نه کېږي؟ وويل، پر دې موضوع بايد افغانان په خپله پرېکړه وکړي.
ده زياته کړه، افغانستان اوس ډېر تغيير کړى، ١٧ کاله پخوانى افغانستان نه دى، ٦٣ سلنه افغانان له ٢٥ کلونو کم عمر لري، د دوى ټولو پر امريکا د سپټمبر د ۱۱مې بريدونه په ياد دي.
د هغه په وينا، په تېرو ١٧ کلونو کې ډېر پرمختګونه شوي، د بشري حقونو، ښځو حقونو، د بيان ازادۍ، د پوهنې برخه، روغتيايي اسانتياوو او نورو برخو کې.
د ناټو ملکي سفير وايي، د تلپاتې سولې لپاره د دغو لاسته راوړنو او پرمختګونو ساتل ځکه اړين دي چې دا د ټولو افغانانو په ګټه او د نړيوالو د دوامداره مرستو لپاره مهم دي.
د ناټو او افغان حکومت ترمنځ د امنيتي تړون (صوفه) په اړه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سولې له ممکنه پروسې وروسته به له دغه تړون سره څه کېږي؟ وويل، له افغانستان سره د ناټو د همکاريو څرنګوالى نه دى بدل شوى.
هغه زياتوي: ((موږ په افغانستان کې د يوه سياسي جوړجاړي په هڅو کې يو او دا ډاډ ترلاسه کوو چې افغانستان يو ځل بيا د نړيوالو ترهګرو پر ځالې نه بدلېږي، خو دغه کار مو تر اوسه پاى ته نه دى رسېدلى.))
د ناټو ملکي سفير وايي، کله چې حالات بدل شول، ناټو به له افغانستان سره د خپلو همکاريو د څرنګوالي په اړه له افغان چارواکو سره په ګډه پرېکړه کوي.
خو نيکولاس کي وايي، ناټو او متحدين يې افغانستان ته په ګډه راغلي او د راتلونکي ماموریت په اړه به هم په ګډه پرېکړه کوي.
ده زياته کړې، ناټو هېڅکله نه غواړي چې د اوږودې مودې لپاره له اړتيا زيات په افغانستان کې پاتې شي، خو ناټو به هېڅکله له افغانستانه بې مسوولیته ونه وځي.
د ناټو ملکي استازى وايي، افغان ځواکونه به د ولسمشريزو ټاکنو د امنيتي چارو مسووليت پر غاړه ولري او د ناټو ماموريت به ورسره همکار وي.
ده زياته کړې: ((ټاکنې د ډيموکراسۍ يو اصل دى او د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره ضمانت ورکوي.))
د ناټو ملکي استازي د مؤقت حکومت جوړېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، دا په افغانانو پورې تړاو لري چې د حکومت او سولې په اړه څه ډول پرېکړه کوي، خو په عين حال کې د ولسمشريزو ټاکنو ترسره کېدل لومړيتوب دى.
نوموړي د افغان ځواکونو ستاينه وکړه چې امنيتي چارې په ښه جرئت او مېړانې سره پر مخ بيايي، د دوى هڅې طالبانو ته څرګند پيغام ورکوي چې د جګړې په ميدان کې یې نه شي ګټلى.
د ناټو ملکي سفير وويل چې دغه سازمان د افغان ځواکونو پوځي او مالي ملاتړ ته ژمن دى.
د ناټو ملکي سفير افغانانو ته په خپل پيغام کې وویل چې د سولې لپاره له شته فرصت او چانسه عظيمه استفاده وکړي، اختلافات يوې خوا ته کړي او د ملي اجماع رامنځته کولو لپاره رغنده رول ولوبوي.
هغه له ټولو افغانانو وغوښتل چې بين الافغاني مذاکراتو ته کار وکړي او له همدې لارې د سياسي جوړجاړي او تلپاتې سولې ته لاره هوارېږي.
نيکولاس کي وايي، د افغانستان سوېل ته د سفر پر مهال يې وليدل چې خلک يې سولې ته سخت لېوال دي، که څه هم دغه سيمه د طالبانو د زېږون پر سيمې يادېږي، خو اوس يې د سولې سيمې بڼه خپله کړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










