منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۷ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مالیې وزارت د ولسمشرۍ ټاکنو د بودجې برابرولو ته چمتووالی وښود

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۴ کتنې

کابل (پژواک، ١٣ غويی ٩٨): د ماليې وزارت مسوولين وايي، دغه وزارت ژمن دى چې د ولسمشرۍ، ولايتي شوراګانو او د غزني ولايت د ولسي جرګې ټاکنو مالي لګښت برابر کړي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د ماليې وزارت له مطبوعاتي دفتره د غويي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

سرچينه وايي چې يوه اندازه بودجه په پام کې نيول شوې څو د ټاکنو کمېسيون په واک کې ورکړل شي چې د ولسمشرۍ، ولايتي شوراګانو او د غزني ولايت د ولسي جرګې ټاکنو لپاره د نوم ليکنې پروسه او عملياتي کارونه پرې پيل کړي.

سرچينه زياتوي چې د بودجي جزئيات به په راتلونکو ورځو کې د ټاکنو له کمېسيون سره شريک کړاى شي.

د يادونې ده، د ځينو اختلافاتو او نا امنۍ له امله د غزني د ولسي جرګې ټاکنې پر خپل وخت ترسره نه شوې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد