چاريکار (پژواک،١٤ غویی ٩٨): سویا یوازېنۍ ښځه ده چې د پروان ولایت په مرکز چاریکارو کې یې د ښځو لپاره ځانګړی دوکان جوړ کړی او غواړي په راتلونکي کې د ښځو لپاره یو لوی مارکېټ جوړ کړي.
نوموړې پژواک خبري اژنس ته وویل، شاوخوا ۲۰ کاله عمر لري او له اقتصاد پوهنځي څخه فارغه ده او نږدې دوه کاله مخکې د چاریکارو ښار په لیلامي فروشۍ کوڅه کې یې د ښځو لپاره ځانګړی د سینګارتوکو او نورو لوازمو دوکان جوړ کړی دی.
هغې زیاته کړې، دغه کاروبار یې ځکه پیل کړی چې د خپلې کورنۍ او ځان د اقتصادي ستونزو لرې کولو تر څنګ په چاریکارو کې د ښځو لپاره د پېر ازاده زمینه برابره شي؛ ځکه د دې په خبره، ښځې نه شي کولای د اړتیا وړ ځیني توکي له نارینه وو وپېري.
هغې زیاته کړه: ((په دغو توکو کې چې شاوخوا ۲۰ قلمه کېږي، عطرونه، د سینګار لوازم او د ښځو د روغتیا ځانګړي لوزام شامل دي.))
مخ پر غوړېدو
سویا وویل، کاروبار یې ورځ تر بلې ښه کېږي او ځیني وخت یې ښځې د پېر لپاره د دوکان تر مخ په کتار کې درېږي.
هغې زیاته کړه، ان ځیني نارینه هم د خپلو ښځو لپاره د اړتیا وړ لوزام له دغه دوکان څخه پېري.
د نوموړې په خبره، په دغه دوکان یې ۳۰۰زره افغانۍ پانګونه کړې او هره میاشت شپږ زره افغانۍ کرایه ورکوي، خو د کرایې څو برابره عاید ترلاسه کوي.
هغې روښانه کړه، خور یې (سونا) چې ۳۰ کاله عمر لري د ۷۰۰۰ افغانیو په بدل کې د دستیار په توګه جذب کړې؛ ځکه په یوازې ځان په کار پورې نه شي رسېدای.
د سویا خور سونا چې واده یې کړی وویل، د کورنیو اقتصادي ستونزو له امله له خپلې خور سره په دوکان کې کار کوي او دا غواړي چې له خپل خاوند سره د یادو ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
د نوموړې په خبره، غوره ده چې ښځې هم د کورنۍ د اقصادي ستونزو په حل کې مرسته وکړي؛ ځکه د دې په باور د ښځو اقتصادي کمزورتیا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لامل ګرځي.
اندېښنې
د دوکان مالکې سویا وویل، د دوکان جوړونې په لومړیو ورځو کې یې له دې امله د خلکو له غبرګون څخه اندېښنه درلوده چې په چاریکارو ښار کې دا لومړنۍ ښځه وه چې دوکانداري یې پیل کړه.
هغې زیاته کړه: ((خلکو ته پوښتنه پیدا شوې وه چې ایا ښځې په دې کوچني ښار کې له دې [امنیتي او ټولنیزو] ستونزو سربېره کار کولای شي او کنه؟ او ان ځینو پوښتنه کوله چې ایا کورنۍ دې د دغه کار مخه نه نیسي او ته ولې خپله کار کوې؟ ما ورته په ځواب کې ویل، ځکه کار کوم چې د ښځو ستونزې حل شي او دغه دوکان مې جوړ کړی.))
خو په چاریکارو ښار کې دغې یوازېنۍ دوکاندارې نجلۍ زیاته کړه، دغه اقدام یې د کورنۍ په اجازه ترسره کړی، ترې راضي ده او له کومې ستونزې سره نه ده مخ شوې.
سویا وویل: ((په راتلونکي کې غوړم ښځو ته جلا او لوی مارکیټ جوړ کړم چې هم ښځو ته کار پیدا شي او هم ښځې وکولای شي په اسانۍ توکي وپېري.))
د خلکو خوښي
د شفیقې په نوم یوې ښځې چې چادري یې پر تن او د سویا له دوکانه یې توکي پېرل پژواک ته وویل: ((په اوونۍ کې یو ځل یا دوه ځله دغه دوکان ته راځم، د خپلې اړتیا وړ توکي اخلم، زما لپاره ډېره ښه ده، له دې مخکې به مې خاوند خریداري کوله، زما په خوښه به نه وه، اوس ښه ده خپله خریداري کوم.))
هغې د پروان له حکومتي مسوولینو وغوښتل چې په چاریکارو ښار کې د ښځو لپاره جلا مارکېټ جوړ کړي تر څو ازادانه او په راحتۍ سره خریداري وکولای شي.
د پروان ولایت د مرکز شهرک مسعود اوسېدونکي ۴۰ کلن احمد جاوېد وویل، یو شمېر کسان د ښځو دوکانداري ښه نه ګڼي، خو د سویا لخوا په چاریکارو کې د ښځینه دوکان جوړول نېک اقدام دی.
نوموړي چې په چاریکارو کې د ښځینه جامو پلورنځی لري وايي: ((ځینې نارینه دوکانداران ښځې ځوروي، له دې امله زه د خپلې ښځې د اړتیا وړ توکي له نارینه دوکاندارانو څخه خپله اخلم او هېڅکله مې ښځې ته د توکو د اخیستو اجازه نه ورکوم.))
نوموړی هم په چاریکارو کې د ځانګړي ښځینه بازار د جوړېدو غوښتنه کوي او وايي، په دغه کار سره د اخلاقي فساد مخه نیول کېږي.
په پروان ولایت کې د ښځو چارو سرپرست رییس شاه جان یزدان پرست پژواک ته وویل، په چاریکارو کې د ښځو لپاره د ځانګړي بازار جوړول د حکومت لومړيتوب دی، څو هم د ښځو د لاسي صنایعو لپاره زمینه برابره شي او هم ښځې وکولای شي له یاد بازار څخه په ارامۍ د خپلې اړتیا وړ توکي ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړه: ((تر اوسه د ښځو لپاره ځانګړی بازار نه لرو، خو د ولسمشر د ژمنې پر اساس چې پروان ته د راتلو پر مهال یې ۲۰ میلیونه افغانۍ د ښځو لپاره د مارکېټ د جوړېدو لپاره ژمنه کړې وه او جوړ به شي.))
د ښځو لپاره ځانګړي بازارونه او ښځینه دوکاندارانې د هېواد په لویو ښارونو لکه کابل، هرات، بلخ، کندهار او ځینو نورو کې موجود دي خو په زیاتره ولایتونو کې یوازې نارینه د دوکاندارۍ چارې پر مخ وي او د ښځو دوکانداري په کې رواج نه ده.
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










