کابل(پژواک،١٤ غویی ٩٨): نن د تېرې شنبې په پرتله په کابل کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت د لوړېدو ترڅنګ د مایع ګاز او بورې بیې لوړې شوې خو د سرو زرو بیې ټیټې شوې دي.
د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو د ټولنې رییس محمد همایون پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده توګه د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بورې بیه له ۱۸۰۰ څخه ۱۸۶۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
هغه وايي، د پاکستان په بازارونو کې د بورې د بیې له لوړېدو وروسته په کابل کې هم د بورې بيې لوړې شوې.
خو نوموړي زیاته کړه، نن د تېرې شنبې په څېر په عمده توګه د ۴۹ کیلو ګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۳۶۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۱۲۰ افغانۍ، ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۰۰۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونیزیايي چای په ۲۸۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د یو شمېر توکو پرچون او عمده بیې په ځينو مواردو کې لږ خو په ځینو مواردو کې زیات توپیر لري.
د احمد صمیم په نوم د تایمني په دیارلسم سړک د خوراکي توکو یوه پلورونکي وویل، نن د ۵۰ کیلو ګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ١٤٥٠ افغانۍ، د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بورې بیه ١٩٠٠ افغانۍ، د ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه ٢٤٠٠ افغانۍ، د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه ١١٥٠ افغانۍ، د یوه کیلو شنه اندونیزیايي چاى بیه ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د مایع ګاز بیه لوړه شوې ده.
د کابل ښار د تایمني د څلورم سړک یوه چای پلورونکي احمد جاوېد وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو کیلو مایع ګاز بیه له ۶۵ څخه ۷۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
نوموړي د ګازو د بیې لوړوالى د هغه د وارداتو کموالی په ګوته کړ.
د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو لېتر پټرول ۵۲ افغانۍ او یو لېتر ډیزل بیا په ٤٩ افغانۍ پلوري.
د سرو زرو بیې ټيټې شوې دي.
د حاجي فواد احمد صالح زاده په نوم د کابل ښار د تېمورشاهي لېسې یو زرګر وايي، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سرو زرو بیه له ٢٦٥٠ څخه ٢٦٠٠ افغانیو ته او د یو ګرام ۵۸۵ عربي سرو زرو بیه له ٢١٥٠ څخه ٢٠٥٠ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
دی وايي، په نړیوالو بازارونو کې د سرو زرو د بیې تغيير په کابل کې هم د سرو زرو له بیې سره اړيکه لري.
د کابل د شهزارده سرای د صداقت صرافۍ مالک حاجي میرحسن وویل، نن د یوه امریکايي ډالر ارزښت ٧٨.١٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٤٣ افغانۍ بدلېږي.
د غويي په پنځمه د یوه امریکايي ډالر ارزښت ٧٧.٨٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٣٧ افغانۍ بدلېدلې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










