هرات (پژواک، ۱۸ غویی ۹۸): د هرات یو شمېر اوسېدونکي د روژې په مبارکه میاشت کې د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو څخه شکایت کوي او وايي، په نورو اسلامي ټولنو کې دې میاشتې ته په احترام بیې ټيټېږي خو په افغانستان کې د هغه خلاف عمل ترسره کېږي.
د هرات ښار اوسېدونکي غلام رسول پژواک خبري اژانس ته وویل، د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو د ټولو خوراکي توکو بیې لوړې شوې او خلک نه شي کولای چې د خپلې اړتیا وړ توکي واخلي.
د ده په خبره، له روژې مخکې یوه ۲۵ کیلويي بوجۍ هندي وریجې په ۲۰۰۰ افغانۍ خرڅېدلې خو د روژې میاشتې له رارسېدو وروسته دغه بیه ۲۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوه.
نوموړي زیاته کړه، د یوې ۵۰ کیلويي بوجۍ اوړو بیه هم ۳۰۰ افغانۍ لوړه شوې او په ۱۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د هرات بل اوسېدونکي عبدالهادي وویل: ((د ټولو توکو بیې لوړې شوې او سوداګر هم پلمه کوي چې د ډالر ارزښت ډېر شوی او یا مرزونه بند دي؛ خو دوی چې هر ډول وي د توکو بیې لوړوي او خلک هم مجبور دي چې ویې پېري.))
نوموړي زیاته کړه، د روژې په مبارکه میاشت کې د بیو زیاتوالي بې وزله کورنۍ تر ټولو زیاتې اغېزمنې کړې دي.
د احمد واجد په نوم د هرات ښار بل اوسېدونکي وویل، په داسې حال کې چې نور اسلامي هېوادونه د روژې د مبارکې میاشتې په احترام د خوراکي توکو بیې ټيټېږي خو په افغانستان کې دا عمل برعکس دی.
نوموړي سوداګرو ته په اشاره زیاته کړه: ((د الله د رضا په خاطر پرېږدئ چې خلک لږ تر لږه په وچه ډوډۍ مړه شي او د خوراکي توکو بیې لوړې نه کړي.))
د روژې په مبارکه میاشت کې هر کال بیې لوړېږي، د خوراکي توکو پلورونکي د بیو دغه لوړېدل زیاتره پر سوداګرو پورې اړوند بولي او بلخوا د ډالر د ارزښت لوړېدل او د توماند د ارزښت ټېټېدل هم اغېزمن ګني.
د عبدالله په نوم د هرات ښار د پاحصار یوه دوکاندار پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د بیو د لوړېدو تر ټولو ستر لامل پر ایران بندیزونه دي چې په هرات ښار کې یې د خوراکي توکو د بیو په لوړېدو اغېز کړی دی، د نمونې په توګه د یو کیلو روب بیه ۶۰ افغانۍ وه خو اوس ۱۳۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.))
هغه زیاته کړه، سوداګرو د خلکو د وضعیت مراعات نه کوي او دولت هم څارنه نه لري.
د هرات ښار بل دوکاندار عبدالقادر وویل: ((د بیو لوړېدل زموږ دوکاندارانو په واک کې نه دي، د سوداګرو په لاس کې دي، که سوداګر انصاف وکړي او دوکاندارانو ته په مناسبه بیه خوراکي توکي ورکړي موږ یې هم ارزانه پلورو.))
په ورته وخت کې د هرات د کسب کارانو د ټولنې رییس عبدالودود په هرات کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدل د حکومت د توجه او څار نه موجودیت او د فرصت لټوونکو استفاده بولي.
نوموړي پژواک ته وویل: ((موږ هر کال د بیو د لوړېدو ستونزه لرو چې لامل یې هم د بهرنیو اسعارو د ارزښت تغییرات دي او موږ ټول خوراکي توکي په ډالر، کلدارو او تومان اخلو، خو د بیو د څار د ځانګړي کمېسیون د نه موجودیت له امله د خوراکی توکو بیې لوړې شوې دي.))
د هرات سیمه ییزه اداره هم وايي، دوی د یادې ستونزې د حل او د خوراکي توکو د خپل سرو بیو د لوړېدو د مخنیوي لپاره د هرات ښار د څار کمېسیون جوړ کړی دی.
د هرات د والي ویاند غلام جیلاني فرهاد وویل، له اړوندو ادارو یې مرکب کمېسیون جوړکړی چې په دې میاشت کې د هرات ښار په بازار کې د خوراکي موادو د بیو څارنه وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










