جلال اباد (پژواک، ۱۸غويی ۹۸): د ننګرهار ولايتي ادارې له لوري د روژې په مياشت کې د خوراکي توکو بیو د کنټرول کمېسيون جوړ شوی چې د ټاکلو نرخونو له سرغړوونکو سره قانوني چلند کوي.
ولايتي ادارې دغه ګام وروسته له هغه اخیستی چې د روژې میاشتې په لومړۍ ورځ په جلال اباد ښار کې د خوراکي توکو بيې په بي ساري توګه لوړې شوې او د خلکو شکايتونه يې راپورته کړل.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غويي په ۱۸مه پژواک اژانس ته وويل، د خلکو د همدغو شکايتونو پر بنسټ والي شاه محمود میاخېل په سپارښتنه په جلال اباد ښار او د ولسوالیو په بېلابېلو بازارونو کې د نرخونو د کنټرول په موخه د ښاروالۍ له لوري نوې نرخپاڼه جوړه او په هټیو کې وځړول شوې.
دی زياتوي، همدا راز هغه هټۍ په ځانګړې ډول غوښه پلورونکي چې په لوړ نرخ يې غوښه پلورله، په جلال اباد ښار او غني خېلو ولسوالۍ اړوند مارکو بازار کې یې يو شمېر هټۍ وتړل شوې او یو شمېر نور نغدي جریمه شول.
د والي وياند پر ښاريانو غږ کوي که د سودا پېرلو پر مهال له ټاکلې نرخنامې څوک سرغړونه کوي؛ نو د سرغړوونکو په پېژندلو کې دې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
هغه ډاډ ورکړ، له هر هغه دوکانداره چې شکايت ترې وشي، قانوني چلند ورسره کېږي او دغه راز د ښارواليو مسوولين هم وخت ناوخت خپله د دوکانونو څارنه کوي.
د جلال اباد ښاروال د رياض درمل پر فيسبوک پاڼه ليکلي چې د ښاروالۍ له لوري هغه قصابۍ مُهرلاک شوې چې له ټاکلي نرخه يې په لوړه بيه غوښه خرڅوله، دا لړۍ به جریان لري.
هغه زياته کړې، دوکاندارانو ته جدي سپارښتنه کېږي چې په دې مبارکه میاشت کې له عدل او انصاف څخه کار واخلي.
په همدې حال کې د ننګرهار ولايت اوسېدونکي وايي، هر کال د روژې مياشتې په راتګ سره په ښارونو کې خوراکي توکي لوړېږي چې مسوولين ورته هېڅ توجه نه کوي.
دوی دغه راز د ننګرهار ولايتي ادارې له تازه اقدامه خوښ دي خو ټينګار کوي چې دغه نرخونه بايد دوامدار پاتې شي او ښاروالۍ هم خپل څار ته دوام ورکړي.
د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې اوسېدونکی فهيم الله وايي، د روژې په لومړۍ ورځ د هر څه نرخونه ډېر لوړ ولاړل حتی غريبو خلکو خو د روژه ماتي لپاره سبزي هم نه شوه اخیستی.
اتل په جلال اباد ښار کې ريکشا چلوي، وايي، د روژې په اوله ورځ يې له ډېرې مجبورۍ يوازې تُرايي کور ته وړې؛ ځکه په ټول بازار کې يې داسې ارزان څه پيدا نه کړل چې روژه ماتي ته يې يوسي.
ښاريان له سوداګرو او دوکاندارانو غوښتنه کوي چې روژه د رحمتونو او برکتونو مياشت ده، بايد د توکو د نرخونو د لوړېدو پر ځای يې نرخونه ټيټ شي.
ديني عالمان هم توصيه کوي چې د روژې فضليت په همدې کې دی چې خلک په کې له رحم او شفقت څخه کار واخلي چې د غريب او مالدار دسترخوان د روژه ماتي پر مهال يو شان وي.
ديني عالم مولوي محمد غني فاروقي وايي، اسلام د روژې په مياشت کې د يوې خرما د نيمايي کولو خبره کړې؛ خو دلته خلک برعکس پر خلکو د هغوی د خولې خوراک هم بندوي.
دی وايي، په روژه کې که د هر څه ثواب څو چنده دی؛ نو عذاب يې هم همداسې دی او بايد مسلمانان او په ځانګړي توګه دوکانداران دغې چارې ته ډيره پاملرنه وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










