ژبه

په تخار کې د سرو زرو د یوې پروژې هوکړه لیک لغوه شو

توسط احمد صهیب حسرت

مې 8, 2019 - 3:59 pm

Views: 52

کابل (پژواک، ١٨غویی ٩٨): د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ په نورابه او سمتي سیمو کې له «ویست لنډ جنرال تریدنګ» شرکت سره د سرو زرو د پروژې هوکړه لیک لغوه شو.

د کانونو او پټرلیم وزارت په هغه خبرپاڼه کې چې پژاک خبري اژانس هم ترلاسه کړې راغلي، دغه هوکړه لیک د تېر کال د غويي میاشتې په ۱۶ مه د وزیرانو د عالي شورا د مصوبې پر اساس د کانونو او پټرولیم وزارت او یاد شرکت (WLGT) تر منځ شوی دی.

ټاکل شوې وه چې یاده پروژه د پلټنې او اکتشاف په مرحلو کې د ۵۰ میلیون افغانۍ لومړۍ پانګې او د ګټې اخیستنې په مرحله کې په دوه ملیارد افغانۍ ترسره شي.

سرچینې لیکلي، د یاد هوکړه لیک د څېړنې د ګډ پلاوي د راپور او د افغانستان د ملي تدارکاتو د کمېسیون د پرېکړې له مخې، د یادې پروژې هوکړه لیک د ځینو مکلفیتونو لکه د پورونو نه ورکول، د استخراج، ټولنیزو او د ژوند د چاپېریال د مکلفیتونو د نه ترسره کېدو له امله  لغوه شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ملي تدارکاتو کمېسیون د اقتصاد، عدلیې، کانونو او پټرولیم او د ملي تدارکاتو ادارې ته دنده سپارلې، څو د یاد شرکت د پورونو موضوع له حقوقي پلوه وڅېړي.

login or register a new account.