کابل (پژواک،٢١ غویی ٩٨): نن په کابل کې د تېرې شنبې په پرتله د وریجو، قزاقي اوړو او بورې بیې لوړې شوې خو د نورو خوراکي توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.
د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو د ټولنې رییس محمد همایون پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده توګه د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بورې بیه له ١٨٦٠ څخه ١٩٤٠افغانۍ، د ۴۹ کیلو ګرامه قزاقي اوړو بیه له ١٣٦٠ څخه ١٤٠٠ افغانۍ او ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه له ۲۰۰۰ څخه ۲۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د نوموړي په خبره، د یادو توکو بیې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر د ارزښت له زیاتېدو وروسته لوړې شوې دي.
د کابل د شهزاده سرای د صداقت صرافۍ دمالک حاجي میرحسن د معلوماتو له مخې، نن د یوه امریکايي ډالر ارزښت ٧٨.٣٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٤٤ افغانۍ بدلېږي.
د غويي په ۱۴ مه د یوه امریکايي ډالر بیه ٧٨.١٠ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۴۳ افغانۍ بدلېدې.
د نورو لومړنیو خوراکي توکو بیو تغییر نه دی کړی.
همایون وویل، نن د تېرې شنبې په څېر په عمده توګه د ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۱۲۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونیزیايي چای په ۲۸۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د یو شمېر توکو پرچون او عمده بیې په ځينو مواردو کې لږ خو په ځینو مواردو کې زیات توپیر لري.
د احمد صمیم په نوم د تایمني په دیارلسم سړک کې د خوراکي توکو یوه پلورونکي وویل، نن د ۵۰ کیلو ګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ١٤٨٠ افغانۍ، د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بورې بیه ٢٠٠٠ افغانۍ، د ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه ٢٥٠٠ افغانۍ، د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه ١١٥٠ افغانۍ، دیوه کیلو شنه اندونیزیايي چاى بیه ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سون توکو بیو تغییر نه دی کړی.
د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو لېتر پټرول ۵۲ افغانۍ او یو لېتر ډیزل بیا په ٤٩ افغانۍ پلوري.
دغه راز د کابل ښار د تایمني د څلورم سړک یوه چای پلورونکي احمد جاوېد وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلو مایع ګاز په ۷۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سرو زرو بیو هم تغییر نه دی کړی.
د حاجي فواد احمد صالح زاده په نوم د کابل ښار د تېمورشاهي واټ یو زرګر وايي، نن د تېرې شنبې په څېر یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سره زر په ٢٦٠٠ افغانۍ او یو ګرام ۵۸۵ عیاره روسي سره زر په ٢٠٥٠ افغانۍ پلورل کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










