Language

افغانستان د هند له نړيوالې سوداګريزې ټولنې سره د همکاريو هوکړه ليک لاسليک کړ

کابل (پژواک، ٢٤ غويى ٩٨): د هندوستان په ممبيي ښار کې د افغانستان سوداګريزې اتشې د هندوستان له نړيوالې سوداګريزې ټولنې سره د همکاريو هوکړه ليک لاسليک کړ.

په ممبيي ښار کې د افغانستان د سوداګريزې اتشې مسوول عبدالنافع سروري د غويي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دغه تړون د افغانستان جنرال قونسل نسيم شريفي او د يادې ټولنې مشر لاسليک وکړ.

هغه زياته کړه چې د دغه هوکړه ليک له مخې د هندوستان نړيواله تجارتي ټولنه (Global India Business Forum)  به په ممبيي ښار کې د افغانستان له سوداګريزې نمايندګۍ سره د افغاني توکو د بازارموندنې، په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو، افغاني او هندي سوداګرو ته د ګډو  ناستو برابرولو، د هندوستان نړيوالې سوداګريزې ټولنې په نندارتونونو کې د افغان سوداګرو د ګډون، د افغاني توکو لپاره د نندارتونونو او کنفرانسون برابرولو، د افغانستان سوداګرۍ اړوند د مطالبو او د سوداګريزو معلوماتو په شريکولو او خپرولو کې همکاري کوي.

د هغه په وينا، د دې تر څنګ افغان سوداګر کولى شي د هندوستان نړيوالې سوداګريزې ټولنې په سوداګريزه مجله کې چې ۲۵زره شرکتونه يې غړيتوب لري، د خپلو توليدي توکو لپاره په وړيا توګه بازارموندنه وکړي.

login or register a new account.