منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې سوداګرو د خپلو پانګو ایستلو ګواښ کړی

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۳۱ غويی ۹۸): د ننګرهار ولايت سوداګر وايي، لا هم په شيخ مصري صنعتي ښارګوټي کې د برېښنا او امنيت نشتوالی او د ځمکو غصب د پانګونې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

سوداګر وايي، د برېښنا د نشتوالي له امله ډېرې فابريکې له سقوط سره مخ دي، په ښارګوټي کې د پوستو نه موجوديت له امله سوداګر خپلو فابريکو ته نه شي تللی او دغه راز د ډېرو فابريکو ځمکې غصب شوې دي.

د شيخ مصري ښارګوټی د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تاسيس شوی، اوسمهال په کې لسګونه فابريکې فعالې دي چې شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.

خو د معلوماتو له مخې، که د امنيت، برېښنا او نورې برخو کې اسانتياوې ورته برابرې شي، نو د ۶۳۵ فابريکو د جوړېدو ظرفيت لري چې په زرګونو کسانو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.

د ننګرهار د صنايعو او سوداګرۍ خونې رييس حاجي تور ملنګ پژواک اژانس ته وويل، په دغه ولايت کې د صنعت د پراختيا لپاره درې ښارګوټي تاسيس شوي چې تر اوسه يې يوازې د شيخ مصري په نوم ښارګوټی يو څه فعال دی او نور دواړه غير فعال دي.

دی زياتوي، که د شيخ مصري ښارګوټي د برېښنا، امنيت او ځمکو غصب ستونزې حل نه شي، نو ښايي ډېر سوداګر خپلې پانګې وباسي.

هغه وايي، اوسمهال په لسګونه فابريکې دغه ښارګوټي کې فعالیت لري؛ خو په یاد صنعتي پارک کې پانګوال له امنیتي ننګونو سره مخ دي چې څو ځلې د غلو او اختطافګرو له خوا له زیات شمېر پانکوالو پیسې او خپله پانګوال تښتول شوي او ځيني يې وژل شوي دي.

دغه راز د ننګرهار ولايت د شوکاڼو د پروسس فابريکو ټولنې غړی حاجي ولي خوږياڼي هم وايي چې برېښنا، امنيت او نورې اسانتياوې د صنعت د پرمختيا سبب کېږي او د صنعت له پرمختګ سره د يوې ټولنې او هيواد اقتصاد مخکې تللی شي.

نوموړی غوښتنه وکړه چې دننګرهار سوداګرو ته دې امنيت تامين، د برېښنا ستونزه حل، غصب شوې ځمکې دې بېرته را وګرځول شي او نورې اسانتياوې دې ورته برابرې شي.

د انجنیر قاسم په نوم يو سوداګر چې څه موده وړاندې يې په همدغه ښارګوټي کې د وسله والو له لوري زوى وژل شوی و او ساتونکی يې ټپي شوی و، وايي، د سوداګرو پر وړاندې بايد د دې ډول ستونزو مخه ونيول شي.

هغه وايي، د شيخ مصري په څېر يوه لوی ښارګوټي کې د امنيتي ځواکونو يوازې يوه پوسته موجود ده چې هغوی د ټول ښارګوټي امنيت نه شي تامينولی.

بل لور ته د ننګرهار مرستيال والي تميم عارف مومند شيخ مصري صنعتي پارک ته ولاړ او هلته يې مسوولينو ته د فابريکو د غصب شوو ځمکو خلاصون سپارښتنې تر څنګ له يو شمېر فابريکو د ليدنې په ترڅ کې د پانګوالو ستونزې او غوښتنې د حل په موخه واورېدې.

هغه زياتوي، د سره رود ولسوال، امنيه قوماندان او د امنيت مدير ته يې سپارښتنه کړې، څو د صنعتي پارک غصب شوې ځمکې له غاصبينو څخه خلاصې کړي او پانګوالو ته د فابريکو جوړولو په موخه زمينه برابره کړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرقيب مبارز وايي چې د سوداګرو د امنيت ستونزه ورسره شريکه شوې او دا د سوداګرۍ د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ دی.

نوموړی وايي، هڅه کوي چې د سوداګرو پر وړاندې د امنيت اندېښنو د مخنيوي لپاره په ټول توان  کار وکړي.

د یادونې ده، په شيخ مصري صنعتي پارک کې شاوخوا پنځه سوه پنځوس فابريکو ته ځمکه وېشل شوې، چې له ډلې يې اوس مهال پنځه څلوېښت فابريکې فعالې دي، چې په کې زرګونه کسانو ته د کار کولو زمينه برابره شوې او په بېلابېلو برخو کې توليدات کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد