منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۰ غ.م
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په دایکنډي کې سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

نیلى (پژواک، ٢ غبرګولی ٩٨): د دایکنډي سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د سېلابونو د راوتلو له امله لسګونو کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي، خو مرګ ژوبله نه لري.

د نیلي ښار د میرغلام سیمې د شورا رییس کاظم ابراهیمي پژواک ته وویل، د سخت باران د اورېدو له امله تېره ورځ د برګر، میرغلام، سرقل رباط، د میرامور ولسوالۍ په ورسیل، د شهرستان په ګیرو ولسوالۍ او نورو سیمو کې سېلابونه راوتلي دي.

سرچینې زیاته کړه، یادو سېلابونو د سیمې اوسېدونکو ته سخت مالي زیانونه رسولي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه سېلابونو په میرغلام کلي کې ۷۰ کورنۍ زیانمنې کړې دي.

په ورته وخت کې د میرامور ولسوال عارف یاسا پژواک ته وویل، که څه هم تر اوسه د سېلاب ځپلو کره شمېر نه دی معلوم خو لومړني معلومات ښيي چې راوتلو سېلابونو سخت مالي زیانونه اړولي دي خو چاته یې د سر زیان نه دی رسولی.

دغه راز د شهرستان ولسوال یعقوب شفق وايي، سېلابونو د ګیرو په سیمو کې سخت مالي زیانونه اړولي او پراخې کرنیزې ځکمې یې تخریب کړې دي.

د نیلي ښار یوه اوسېدونکي محمد پژواک ته وویل، د تېرې شپې د اورښتونو له امله یو شمېر ونې، پلونه او پلچکونه هم له منځته تللي دي.

هغه له حکومته وغوښتل چې ژر تر ژره دې سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د دایکنډي ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس سرور سروري پژواک ته وویل، په میرامور ولسوالۍ کې سېلابونو لسګونه جرېبه کرنیزې ځمکې، لسګونه پلونه، پلچکونه او ونې له منځه تللي دي.

سربېره پر دې هغه وویل، په شهرستان ولسوالۍ کې هم لسګونه جرېبه کرنیزې ځمکې تخریب شوې دي.

سروري په ورته وخت کې د یاد ولایت په لسو ولسوالیو کې د ۱۵۰۰ ټنو غنو د وېش خبر ورکړ خو د مرستو د وېش وخت یې مشخص نه کړ.

د یادونې وړ ده چې د میرامور او شهرستان ولسوالۍ د دایکنډي ولایت له غرنیو ولسوالیو شمېرل کېږي چې کم اورښت هم پکې د سېلابونو لامل ګرځي او خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه رسوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې