کابل (پژواک، ٤ غبرګولی ٩٨): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د پټرولو بیه دوه سلنه او د روسي سرو زرو بیه درې سلنه لوړه شوې ده.
د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یوه لېتر پټرولو بیه له ٥٢ څخه ٥٣ افغانیو ته لوړه شوې خو یو لېتر ډیزل بیا د تېرې شنبې په څېر په ٤٩ افغانۍ پلورل کېږي.
د نوموړي په خبره، په نړیوالو بازارونو کې د پټرولو بیې له لوړېدو وروسته د کابل ښار په بازارونو کې هم د هغه بیه لوړه شوې ده.
د مایع ګازو بیې تغییر نه دی کړی.
د کابل ښار د تایمني د څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي احمد جاوېد وویل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر یو کیلو مایع ګاز په ٧٠ افغانۍ پلوري.
د روسي سرو زرو بیه لوړه شوې ده.
د کابل ښار د تېمورشاهي واټ یوه زرګر حاجي فواد احمد صالح زاده وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ٢١٠٠ څخه ٢١٧٠ ته لوړه شوې ده.
د ده په خبره، په نړیوالو بازارونو کې د سرو زرو د بیې لوړېدل په کابل کې د سرو زرو د بیو له زیاتېدو سره اړیکه لري.
خو نوموړي زیاته کړه، یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سره زر بیا د تېرې اوونۍ په څېر په ۲۶۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د کابل د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر محمد همایون وویل، نن د تېرې شنبې په څېر په عمده توګه د ۴۹ کیلو ګرامه قزاقي اړو بیه۱۴۸۰ افغانۍ، ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بوره په ۱۹۴۰ ،۲۴ کیلو ګرام لومړۍ سېله پاکستانۍ وربجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۱۲۰ افغانۍ.
د یو شمېر توکو پرچون او عمده بیې په ځينو مواردو کې لږ خو په ځینو مواردو کې زیات توپیر لري.
د احمد صمیم په نوم د تایمني په دیارلسم سړک د خوراکي توکو یوه پلورونکي وویل، نن د ٤٩ کیلو ګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ١٥٨٠ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې بیه ٢٠٠٠ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ٢٥٠٠ افغانۍ، د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه ١١٥٠ افغانۍ، د یوه کیلو شنه اندونیزیايي چای بیه ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د کابل د شهزاده سرای د صداقت صرافۍ مالک حاجي میر حسن وویل، نن د یوه امریکايي ډالر ارزښت ٨٠.٢٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٤١ افغانۍ بدلېږي.
د غويي په ۲۱مه د یوه امریکايي ډالر ارزښت ٧٩.١٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۶۳ افغانۍ بدلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د غويي په ۳۱مه د یوه امریکايي ډالر ارزښت ٨٠.٦٠ افغانۍ و.
د کابل د صرافانو ټولنې د غويي په ۳۱مه ویلي وو، د روان کال له پیله راهیسې له افغانستانه ایران او پاکستان ته د ډالرو د انتقال او ځینو نورو عواملو له امله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت شاوخوا اووه سلنه کم شوی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










