منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۹ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مالیې وزارت مامورینو ته د پنجشنبې ورځې د موټر کرايې د ورکړې پر طرحه کار کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې

 

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۹۸): په کابل کې یو شمېر دولتي کارکوونکو شکایت کړی وايي چې د پنجشنبې ورځې رخصتي له لغوه کېدو وروسته دوی په دې ورځ دندې ته ځي؛ خو د موټر کرایې حق الزحمه نه ورکول کېږي.

حکومت نږدې اووه کاله وړاندې د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره په کابل ښار کې د پنجشنبې ورځ رخصت اعلان کړه؛ خو د ۱۳۹۷کال کب په ۲۷مه یې بېرته اعلان وکړ چې پنجشنبې ورځ په کابل کې د نورو ولایتونو په څېر رسمي ورځ ده.

اوس په کابل ښار کې دولتي ادارې، پنجشنبې ورځ د سهار له اتو بجو د ماسپښين تر یوې بجې کارکوي.

د موټر کرایې نه ورکړه

د ښځو چارو وزارت کارکوونکې نجیبې پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د یوې ورځې کرایه مو اتیا افغانۍ کېږي له کله چې پنجشنبه ورځ رسمي شوې، موږ ته دا پیسې نه راکول کېږي، یوه میاشت کې څلور پنجشنبې دي، یو مامور چې اته زره افغانۍ معاش لري، خورا ستونزمنه ده چې د لارې کرایه له خپله جیبه ورکړي.))

دغه راز احمدشاه چې د کورنیو چارو وزارت د تفتیش به برخه کې کارکوي، وویل: ((له یو پلوه مو تنخوا کمه ده او له بل لوري د توکو نرخونه لوړ دي او له بل اړخه حکومت زموږ دا حق (د موټرکرایه) نه راکوي، موږ د لوړپوړو کارکونکو په څېر پنځوس او یا سل زره افغانۍ معاش نه لرو څو شکایت و نه کړو، موږ ته ۳۲۰ افغانۍ هم ډېرې دي.))

د پوهنې وزارت یو مامور چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، وویل: ((باید زموږ له شکایت وړاندې، حکومت زموږ د لارې کرایې پیسې تر محاسبې وروسته اجرا کړې وي، یوه بېوزله ته ډېره ستونزمنه ده چې په يوه میاشت کې څلور پنجشنبې، کرایه له خپله جېبه ورکړي.))

نوموړي زیاته کړه چې د پنجشنبې ورځو د موټر کرایه د مامورینو حق دی او نه ورکړه یې د دوی پر حق سترګې پټول دي؛ ځکه له رخصتي وړاندې مامورینو د پنجشنبې ورځ د عملې موټر درلود او له هغه وروسته مامورینو ته د نورو رسمي ورځو په بدل کې د موټر کرایه ورکول شوې ده.

د پوهنې وزارت یوه بل کارکوونکي هم ورته څرګندونې وکړې، ويې ویل: ((ستره بې عدالتي ده چې په دغه حکومت کې ځینو کسانو، په میاشت کې څه باندې ۳۰۰زره افغانۍ معاش ترلاسه کوي؛ خو یو مامور چې نږدې ۷۰۰۰ افغانۍ معاش لري، ۳۲۰ افغانۍ د موټرکرایې حق نه ورکول کېږي.))

د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وویل چې وزارت مامورینو ته د پنجشنبې ورځې موټر کرایې ورکړې پر طرحه کار کوي څو د کارکوونکو شمېر له مخې د دې پیسو مجموعه جوته او د تاییدي لپاره کابینې ته وړاندیز شي.

د هغه په وینا، اوسمهال د حکومت هر کارکوونکي ته په میاشت کې د ۲۲ ورځو موټر کرایه ورکول کېږي چې ټولټال ۱۷۶۰ افغانۍ کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد