لښکرګاه (پژواک، ٧ غبرګولى ٩٨): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د يوې ترافيکې پېښې له امله د ښځې او مېړه په ګډون درې کسان مړه شوي او دوه نور ماشومان ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د غبرګولي په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې د لښکرګاه ښار د لومړۍ شاهرا په سيمه کې يو موټرسايکل له يوه بار وړونکي موټر سره ټکر کړی دی.
د نوموړي په خبره چې په دې پېښه کې دوه کسان چې ښځه او مېړه وو، مړه شوي او دوه نور ماشومان يې ټپيان شوي دي.
هغه وايي چې مړه شوې ښځه امیدواره وه او په نس کې ماشوم یې هم ضایع شوی دی.
د ځواک په وينا، ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي او د بار وړونکي موټر چلوونکى نيول شوى دى.
د يادونې ده، ډېری مهال دغه ډول پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او يا هم د سړکونو د خرابولي له امله رامنځته کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










