منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۷ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نړیوال بانک له افغانستان سره د زیرکو میترونو په لګولو کې ۱۴ میلیونه ډالر مرسته کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۰ کتنې

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۸): د افغانستان برېښنا شرکت، په کابل ښار کې په ازمايښتي ډول د (زیرکو) ډیجیټلي میترونو لګولو خبر ورکړ او ویې ویل چې نړیوال بانک په کابل او هرات کې د دا ډول میترونو لګولو لپاره څلوارلس میلیونه ډالر مرسته کوي.

برېښنا شرکت نن په کابل ښار کې< په ازمايښتي ډول د دې ډول میټرونو لګولو تړون د (زاسو) په نوم له یو شرکت سره لاسلیک کړ.

د برېښنا شرکت عمومي اجرایي مشرانجنیزامان الله غالب، د تړون له لاسلیک وروسته وویل چې په لومړي پړاو کې به د ازمايښتې میترونو لګول د کابل ښارڅلورم جکشن اړوند سرای غزني سیمه کې د زاسو شرکت له لوري په وړیا ډول ترسره شي او له برېښنا شرکت څخه پیسې نه اخلي.

د هغه په خبره؛ که د سرای غزني په سیمه کې د دې میترونو لګولو سمه پایله ورکړه نو د هېواد په کچه به دا لړۍ تطبیق شي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې له مثبتې پایلې وروسته به د زیرکو میترونو د نصبولو لړۍ په ټول هېواد کې پیل شي.

سرچینې کاږلي دي چې دا میترونه د برېښنا انرجي ثبت، د برېښنا لګښت کنټرول، د برېښنا لګښت په اړه تفصیلات، له سرغړوني څخه د مخنیوي، د ریموټ په واسطه د میټرونو کنټرول او د څو تعرفوي سیستم ورکړې په برخه کې اغېزمن تمام شي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې نړیوال بانک د زیرکو میترونو لپاره د ۱۴ میلیونو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده چې د تدارکاتي پړاونو او اسنادو له طی مراحل کېدو وروسته به زیرک میترونه په کابل کې په دولتي او سوداګریزو ادارو او هرات کې د استوګنې په ځایونوکې ولګول شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد