منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۸ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کوچني اختر په مناسبت ٨٨٧ زندانيان ازاديږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۲ کتنې

کابل (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٨): د کوچني اختر په مناسبت د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان او لويې څارنوالۍ له لارې ٨٨٧ زندانيان د افغانستان له زندانونو ازاديږي.

دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د څرخي پله زندان له زندانيانو سره د لېدنې پرمهال وکړې.

په پیل کې جمهوررئیس د څرخي پله زندان د بېلابېلو برخو له هغې ډلې د اداري ودانۍ، ۵۰ بستریز روغتون او جومات کاري جریان ولید او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د یادو ودانیو د جوړولو کار دې د زمري او وږي تر میاشتو بشپړ کړي.

وروسته جمهوررئیس غني د ماښام لمونځ د ادا کولو او روژه ماتي ترڅنګ د څرخي پله زندان له بندیانو سره وکتل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واوریدې.

د دې کتنې په پیل کې مولوي نیازمحمد او سنګر عزیزي د بندیانو په استازیتوب د بندیانو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

دوی د زیات عمر لرونکو، صعب الاعلاج او هغو سیاسي بندیانو چې دوسیې یې بشپړې شوي د خوشې کېدو، د بندیانو د درملنې په خاطر د متخصص ډاکټرانو د استخدام، د بګرام زندان د محبوسینو قضیو ته د رسېدنې، د جزا قانون د ۳۵۰ مادې د تعدیل، په ابدي زندان د اعدام د حکم د بدلولو، په ابرا کې د ځنډ، الزامیت، محبوسینو لپاره د درسي توکو د نشتوالي او د محبوسینو د ځای د تنګوالي په برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې بیان کړې.

وروسته د محکومینو د حبس د مجازاتو د عفوې په اړه د جمهوررئیس غني فرمان او د محکومینو د عمر د تعینولو او ناروغیو د تشخیص په خاطر د یوه کمېسیون د ګومارلو په اړه د جمهوررئیس حکم ولوستل شو.

جمهوررئیس غني په خپلو خبرو کې وویل، د سولې په مشورتي لویه جرګه کې مې د افغان دولت د ښه نیت په خاطر ژمنه کړې چې ۱۷۵ بندیان به خلاصوم، خو د دې فرمان پر بنسټ به زیات شمېر بندیان د هېواد له ټولو زندانونو څخه خلاص شي.

جمهوررئیس هغو بندیانو ته چې ټاکل شوې خلاص شي په خطاب کې وویل: (( دغه فرمان ما د افغانستان اسلامي جمهوریت د ښه نیت په خاطر صادر کړ او هیله ده تاسې هم په ټولنه کې د سولې لپاره کار وکړئ او باید د افغانانو د وینې بهول ودرول شي او موږ ټول باید په دې برخه کې ګډ کار وکړو.))

جمهوررئیس د بګرام زندان د ستونزو د حل په اړه وویل، دوه اوونۍ وروسته به مجرب ډاکټران یاد زندان ته د محبوسینو د درملنې په خاطر ځي، دغه راز به د محبوسینو کورنیو ته په مناسبه توګه د ملاقات زمینه برابره او د دوی د زده کړې په اړه به لازم اقدامات وشي.

ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د افغانستان د جزا نوي قانون مطابق دې د اعدام حکم په ابدي بند، بدل شي.

د یادونې وړ ده چې د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت به د هېواد له بېلابېلو زندانونو څخه ۸۸۷ بندیان خلاص شي چې له دې ډلې څخه ۷۴۹ تنه د ولسمشر د فرمان او ۱۳۸ تنه به يې د لوی څارنوالۍ له لارې خلاص شي.

د هېواد جمهوررئیس اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې دا فرمان او حکم په لسو ورځو کې تطبیق کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست