کابل (پژواک،١٨ غبرګولی ٩٨): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د قزاقي اوړو، پاکستانۍ بورې او غوړیو بیې کمې شوې خو د سرو زرو بیه لوړه شوې ده.
د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو د ټولنې رییس محمد همایون پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده توګه د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بورې بیه له ۲۱۰۰ څخه ۲۰۴۰، د ۴۹ کیلو ګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۴۸۰ څخه ۱۴۴۰ او د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه له ۱۱۰۰ څخه ۱۰۸۰ افغانیو ته راټيټه شوې ده.
دده په خبره، د وارداتو زیاتېدل د بیو د ټيټېدو لامل شوي دي.
خو د نوموړي په خبره، نن لکه د تېرو ورځو په څېر ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په عمده توګه په ۲۲۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام شین اندونيزیايي چای په ۳۰۰ افغانۍ او د یو کیلو ګرام تور افریقايي چای بیه ۳۲۰ افغانۍ ده.
د یو شمېر توکو پرچون او عمده بیې په ځينو مواردو کې لږ خو په ځینو مواردو کې زیات توپیر لري.
د احمد صمیم په نوم د تایمني په دیارلسم سړک کې د خوراکي توکو یوه پلورونکي وویل، نن د ۵۰ کیلو ګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ١٤٨٠ افغانۍ، د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بورې بیه ٢٠٠٠ افغانۍ، د ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه ٢٥٠٠ افغانۍ، د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه ١١٥٠ افغانۍ، د یوه کیلو شنه اندونیزیايي چاي بیه ٣٢٠ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ٣٦٠ افغانۍ پلورل کېږي.
د سون د موادو بیو تغییر نه دی کړی.
د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو لېتر پټرول ۵۳ افغانۍ او یو لېتر ډیزل بیا په ٤٩ افغانۍ پلوري.
دغه راز د کابل ښار د تایمني د څلورم سړک یوه چای پلورونکي احمد جاوېد وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلو مایع ګاز په ۷۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
د حاجي فواد احمد صالح زاده په نوم د کابل ښار د تېمورشاهي واټ یو زرګر وايي، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سرو زرو بیه له ٢٦٥٠ افغانۍ څخه ۲۷۰۰ او د یو ګرام ۵۸۵ عیاره روسي سرو زرو بیه له ٢١٧٠ افغانۍ څخه ٢٢٥٠ افغانیو ته لوړه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، د سرو زرو بیې په نړیوالو بازارونو کې تر زیاتېدو وروسته د کابل ښار په بازارونو کې هم لوړې شوې دي.
د کابل د شهزاده سرای د صداقت صرافۍ مالک حاجي میرحسن وویل، نن د یوه امریکايي ډالر ارزښت ٧٩.٧٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٤١ افغانۍ بدلېږي.
د غبرګولي په ۱۱ مه د یوه امریکايي ډالر بیه ٧٩.٤٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۴۰ افغانۍ بدلېدلې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










