کابل (پژواک،۱۹غبرګولی ۹۸): د مرکزي بانک رییس له افغانستان څخه د ډالرو قاچاق د افغانۍ د ارزښت د ټيټېدو لامل وباله او ویې ویل، اوس هره ورځ سلګونه کسان د ډالرو د انتقال په موخه ایران او دوبۍ ته ځي.
د روان کال د وري په درېیمه د یوه امریکايي ډالر ارزښت ٧٥،٦ افغانۍ و، خو نن (د غبرګولي ۱۹ مه) د یوه امریکايي ډالر بیه ٧٩،٧٠ افغانۍ ده.
مشرانو جرګې نن د مرکزي بانک رییس خلیل صدیق، د مالیې وزارت د ګمرکاتو مرستیال او د کورنیو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې د ادارې رییس رابللي وو، څو له هېواده بیرون د ډالرو د قاچاق او افغانۍ د ارزښت د کمېدو په اړه وضاحت ورکړي.
صدیق بهرنیو هېوادونو ته د ډالرو د قاچاق تر څنګ د صادراتو او وارداتو تر منځ د تعادل نه موجودیت او په هېواد کې د جګرې او سیاسي بې ثباتۍ دوام د افغانۍ د بې ثباتۍ لاملونه وګڼل.
د ده په خبره، همدا اوس سلګونه کسان هره ورځ له هرات ولایته د ډالرو د انتقال لپاره ایران ته سفر کوي او زیات کسان په همدې موخه هره اونۍ دوه ځله دوبۍ ته ځي.
هغه وویل، د مسافرو له خوا د پیسو د انتقال د حد اقل اندازه د راټيټېدو لپاره پر یوې مقررې کار روان دی او د هغه په اساس به مرکزي بانک د پیسو د انتقال حد اقل اندازه وټاکي.
د مرکزي بانک رییس زیاته کړه، دغه بانک نه شي کولای د تولیداتو کچه لوړه کړي او د هېواد سیاسي بحران حل او د هېواد امنیت ټينګ کړي څو د هېواد اقتصادي وده لوړه کړي او افغانۍ ثبات پیدا کړي.
هغه وویل، اړوند ارګانونه باید په دې برخه کې اقدامونه وکړي.
صدیق روښانه کړه، په موجوده وضعیت کې یواځینی کار چې مرکزي بانک د افغانۍ د ثابت ساتلو لپاره ترسره کړی، دا دی چې له بازار څخه د ډالرو د عرضې په بدل کې غیرضروري افغانۍ پیسو په راټولولو د هېواد په بازارونو کې د پولي تورم مخه ونیسي.
د مالیې وزارت د ګمرکاتو او عوایدو مرستیال عبدالله رقیبي وویل، د سرحداتو له لارې د ډالرو د قاچاق د مخنیوي او په ګمرکاتو کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو پر مقررې کار روان دی چې له مخې به یې په ګمرکونو او هوايي ډګرونو کې پراخ اصلاحات رامنځته شي.
د کورنیو چارو وزارت له درنو جرمنو سره د مبارزې د ادارې رییس محمد حامد وویل، د دغه ریاست مامورینو په تېر یوه کال کې بهرنیو هېوادونو ته د یو میلیارد او ۸۰۰ زره ډالرو د قاچاق مخه نیولې ده.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې ځینو غړو له هېواده بهر د ډالرو د انتقال او د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د کمېدو په برخه کې شوي اقدامات کم ګڼي او ټینګار کوي چې په دې برخه کې باید جدي اقدامونه وشي.
login or register a new account.