منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۱ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

په دايکنډي کې د موټر د چپه کېدو له امله ١٤کسان ټپيان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۴ کتنې

 

 نيلي (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٨): د دايکنډي ولايت په خدير ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله د يوه ماشوم او څلور ښځو په ګډون ١٤کسان ټپيان شوي دي.

 د دايکنډي روغتون مسوول سخي صفري پژواک ته وويل چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام مهال رامنځته شوې ده .

 سرچينې وويل، هغه مهال دغه پېښه رامنځته شوه چې يو فلاينکوچ موټر د سنګتخت و بندر ولسوالۍ له لوري د خدير پر طرف د حرکت په حال کې و چې د خدير ولسوالۍ د خشکاب په کوتل کې له سړک څخه اوښتى او ټوله سپرلي يې ټپيان شوي دي.

 د معلوماتو په اساس، د يوه ماشوم او څلورو ښځو په ګډون ١٤کسان ټپيان شوي، د دوو تنو روغتيايي حالت نازک دى او ټول ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

 د يادونې ده چې ياد سړک خام دى او په ځينو سيمو کې پرې تګ راتګ سخت دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې