کابل (پژواک، ٢٧ غبرګولی ٩٨): د افغانستان د مرکزي بانک رییس خلیل صدیق په داسې حال کې له خپلې دندې استعفا کړې او ولسمشر هم منلې چې د نوموړي د ریاست پر مهال د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۳۳ سلنه کم شوی دی.
خلیل صدیق د ۱۳۹۴ کال د چنګاښ په ۱۷مه د دغه بانک د رییس په توګه د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړې وه.
د مرکزي بانک ویاند ایمل هاشور پژواک خبري اژانس ته وویل، صدیق د روغتیايي ستونزو له امله تېره ورځ له خپلې دندې استعفا وکړه.
د ده په خبره، د صدیق استعفا د ولسمشرۍ ریاست له خوا منظور شوې ده.
د نوموړي په خبره، د قانون له مخې باید خلیل صدیق د روان کال د چنګاښ تر ۲۵مې خپلې دندې ته دوام ورکړی وای، ځکه د بانک رییس باید د دندې له پرېښودو یوه میاشت مخکې استعفا ورکړي.
د مرکزي بانک رییس په داسې حال کې استعفا ورکوي چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په بې ساري ډول ټيټ شوی دی.
د ۱۳۹۴ کال د چنګاښ په میاشت کې د یوه امریکايي ډالر ارزښت ۶۱ افغانۍ خو نن یو امریکايي ډالر په ٨٠،٤٠ افغانۍ بدلېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










