منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۷ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هند په ممبیي کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو نندارتون جوړ شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۲ کتنې

کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۹۸): د کرنې وزارت، د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې په همکارۍ د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په منظور نن د هند په ممبيي ښار کې د کورنیو تولیداتو دوه ورځنی نندارتون جوړ کړ.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه نندارتون کې چې د افغانستان کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې کېږي، لوړپوړي دولتي چارواکي ګډون کوي.

هغه زیاته کړه چې په نندارتون کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو په ۵۷ غرفو کې وچه او تازه مېوه، زعفران، طبي بوټي او نور کرنیز محصولات د دوو ورځو لپاره نندارې ته اېښودل کېږي.

نوموړي وویل چې تر اوسه تر ۸۰۰ ډېرو سوداګرو او هندي کمپنیو نوملیکنه کړې او ټاکل شوې له دغه نندارتون څخه لیدنه وکړي.  

هغه وویل چې دغه نندارتون د متحده ایالتونو په مالي مرسته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا جوړ شوی دی.

رستمي څرګنده کړه چې دغه نندارتون به د هېواد محصولاتو او تولیداتو د پېژندنې او بازارموندنې په برخو او دغه راز د افغان او هندي متشبثینو ترمنځ اړیکو کې اغېزناک تمام شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد