منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۶ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل کې د قزاقي اوړو، غوړیو او سرو زرو بیې لوړې شوې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

 کابل(پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٨): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د قزاقي اوړو، غوړو او سرو زرو بیې لوړې شوې خو د لومړنیو توکو بیې په خپل حال پاتې دي.

 د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو د ټولنې رییس محمد همایون پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده توګه د ۴۹ کیلو ګرامه قزاقي اوړو بیه له ١٤٨٠ څخه ١٥٠٠ افغانيو ته، د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه له ۱۰۸۰ څخه ۱۱۰۰ افغانيو ته لوړه شوې ده.

 خو د نوموړي په خبره، نن لکه د تېرو ورځو په څېر د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بورې بیه ۲۰۴۰ افغانۍ، ۲۴کیلو ګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، یو کیلو ګرام شین اندونېزیايي چای په ۳۰۰ افغانۍ او د یو کیلو ګرام تور افریقايي چای بیه ۳۲۰ افغانۍ ده.

 د یو شمېر توکو پرچون او عمده بیې په ځينو مواردو کې لږ خو په ځینو مواردو کې زیات توپیر لري.

د احمد صمیم په نوم د تایمني په دیارلسم سړک کې د خوراکي توکو یوه پلورونکي وویل، نن د ۵۰ کیلو ګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ١٥٥٠ افغانۍ، د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بورې بیه ٢١٠٠ افغانۍ، د ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه ٢٥٠٠ افغانۍ، د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه ١٢٠٠ افغانۍ، د یوه کیلو شنه اندونیزیايي چاى بیه ٣٢٠ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ٣٦٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې هم لوړې شوې دي.

 د حاجي فواد احمد صالح زاده په نوم د کابل ښار د تېمورشاهي واټ یو زرګر وايي، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سرو زرو بیه  له ٢٧٠٠ افغانۍ څخه ٢٧٥٠ او د یو ګرام ۵۸۵ عیاره روسي سرو زرو بیه له ٢٢٥٠ افغانۍ څخه ٢٢٥٠ افغانیو ته لوړه شوې ده.

 نوموړي زیاته کړه، د سرو زرو بیې په نړیوالو بازارونو کې تر زیاتېدو وروسته د کابل ښار په بازارونو کې هم لوړې شوې دي.

د سون موادو بیو تغییر نه دی کړی.

 د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په څېر د یو لېتر پټرولو بیه ٥٢ افغانۍ او یو لېتر ډیزل په ۴۹ افغانۍ پلورل کېږي.

دغه راز د کابل ښار د تایمني د څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي محمد اکرام وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلو مایع ګاز په ٦٥ افغانۍ پلورل کېږي.

 د کابل د شهزاده سرای د صداقت صرافۍ مالک حاجي میرحسن وویل، نن د یوه امریکايي ډالر ارزښت ٨٠.٧٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٢٣ افغانۍ بدلېږي.

 د غبرګولي په ۲۵ د یوه امریکايي ډالر ارزښت  ۸۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۲۰ افغانۍ بدلېدلې.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد