ژبه

د ممبي له نندارتونه د ۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ژمنې او قراردادونه ترلاسه شوي

توسط جاوید همیم کاکړ

جون 23, 2019 - 7:03 pm

Views: 117

کابل (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٨) : د کرنې وزارت وايي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو نندارتون چې د هندوستان په ممبي ښار کې جوړ شوى و د ۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د قراردادونو او ژمنو په تر لاسه کولو سره پرون له غرمې وروسته پای ته ورسېد.

ددغه وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ددغه نندارتون په پای کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال محمدطاهر ایوب د هندوستان له فوق العاده کوربه توب او همداراز ددې نندارتون د جوړولو په پار د کرنې وزارت له همکارانو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې له دې نندارتون څخه فوق العاده او بې مخینه هرکلى وشو.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، اټکل دا و چې افغان سوداګر به په دې نندارتون کې د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي وپلوري، خو د دویمې ورځې تر پایه چې د نندارتون د پای ورځ وه، په دې نندارتون کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د پلور په پار د ۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه او ژمنې تر لاسه شوې.

نوموړي زياته کړه، چې افغان سوداګر د نندارتون په لومړۍ ورځ د ۳۲ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه تر لاسه کړل او په دویمه ورځ د ۴۳ ډالرو په ارزښت قراردادونه اوژمنې تر لاسه کړي دي.

د کرنې وزارت ویاند وویل، د هغو توکو له ډلې چې په ممبي کې نندارې ته وړاندې شوي و، طبي بوټي لکه انجې «هنګ» او شیرینبوه تر ټولو ډېر وپلورل شول.

رستمي وایي، هندي سوداګر تر ډېره د افغانستان محصولات ددې لپاره خوښوي، چې ښه کیفیت لري.

د ممبي نندارتون چې پرون پیل شوى و په ۵۷ غرفو کې یې د افغانستان کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې شوي و.

په هندکې د افغانستان وچې او تازه مېوې، طبي بوټي، شات، زعفران او دافغانستان نور کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې شوي وو.

login or register a new account.