کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ۹۸): د افغانستان د سوداګریز بانک یو سهم لرونکی سید جاوېد اندېش وايي چې دغه بانک جواز د مرکزي بانک له خوا په ناقانونه ډول لغوه شوی او حکومت باید د دې ستونزې د حل لپاره قانوني اقدام وکړي.
د یوه راپور له مخې، د افغانستان سوداګریز بانک مخکې د برک بانک (Brac Bank) په نوم فعالیت درلود. د ۱۳۹۰ کال په وروستیو کې د یاد بانک امتیاز د ۳.۲ میلیون ډالرو په بدل کې محمد سلیم، محمد اروین او سیدمحمد شاه وپېرود. دوی یې نوم د افغانستان سوداګریز بانک ته بدل کړ.
له هغې وروسته د دغه بانک د فعالیت درې کاله کېږي چې سید جاوېد اندېش د محمد سلیم ۳۳.۳۳ سلنه سهم اخلي او د دغه بانک له نورو سهم لرونکو سره پروګرام جوړوي چې د افغانستان سوداګریز بانک سودي بانک څخه یو اسلامي بانک ته بدل کړي، خو د دغه بانک سهم لرونکي له دې امله چې د یوه اسلامي بانک شرایط یې پوره نه کړل، پایلې ته نه رسېږي.
خو د یاد راپور له مخې، د افغانستان د سوداګریز بانک سهم لرونکي هڅه کوي د ځوانو او متخصصو کسانو په استخدامولو سره له نورو خصوصي بانکونو سره د سیالۍ توان پیدا کړي. له همدې امله یې پر لسګونو داخلي کسان سربېره یو شمېر بهرني کارکوونکي هم په لوړو معاشونو جذبوي، خو سره له دې هم یاد بانک د سهم لرونکو د ناشفافه کړنو له امله له تړلو سره دېوالي کېدو سره مخامخ شو.
خو د بانک یوه سهم لرونکي سید جاوېد اندېش نن په کابل کې خبري کنفرانس ته وویل: ((د افغانستان بانک مخکې له دې چې زه د بانک مسوولیت پر غاړه واخلم، د دغه بانک مخکنیو مسوولینو ته ګواښ کړی و چې معیارونه بشپړ کړي، خو زما په راتلو په ټولو برخو کې معیارونه بشپړ شول.))
ده زیاته کړه، وروسته له هغې چې نوموړي په دغه بانک کې د یوه سهمدار برخه وپېرله، هڅه یې وکړه او د بانک وضعیت د مخکې په پرتله ښه شو.
دى وايي: ((د سهم له اخیستو وروسته د یوې معتبرې کمپنۍ د راپور پر اساس متوجه شوم چې ستونزې د پور د ورکړې په ځانګړې توګه صعب الحصول پورونو په برخه کې موجودې دي او یا هم ځينې پورونه له معتبر ضمانت وروسته له بانکه ایستل کېږي.))
هغه زياتوي: ((زما ستونزه له نورو سهم لرونکو سره له همغه ځایه پیل شوه، خو د طرحو په جوړېدو مې بانک ښه کېدو لوري ته یووړ، کلنۍ ګټه مې یې له ۲۲۰ میلیون افغانيو څخه د ۱۸ میاشتو په جریان کې ۴۳۶ میلیون افغانیو ته ورسوله او د بانک پېرېدونکي هم درې برابره ډېر شول.))
د ده په خبره، د افغانستان بانک په بېلا بېلو پلمو د بانک د لغوې او تصفیې په لټه شو.
هغه زیاته کړه، د افغانستان بانک (مرکزي بانک) د ۱۳۹۷ کال د زمري په لسمه د افغانستان سوداګریز بانک د فعالیت جواز په ناقانونه توګه لغوه کړ او د هغه د تصفیې کار یې پیل کړ چې تر اوسه دوام لري.
نوموړي وویل، ځینو سهم لرونکو ډېر پورونه اخیستي وو، خو سره له دې هم یاده ستونزه حل کېدله.
اندېش وویل: ((خو د افغانستان بانک په ځانګړې توګه خلیل صدیق [د افغانستان بانک مخکني رییس] چې له ما سره شخصي ستونزه لري، مکتوب راولېږه چې ګواکي د بانک سهم لرونکي په داخلي مالي مسایلو او کشمکشونو بوخت دي او د بانک سیستم له ستونزو سره مخامخ شوی... په بانک کې یې د تصفیې کار پیل کړ او له ټولو پېرېدونکو سره یې اړیکه ونیوله چې امانتونه یې واخلي.))
نوموړي د مرکزي بانک پر چلند نیوکه وکړه او ویې ویل: ((د بانک مالي وضعیت ښه و، د پېرېدونکو امانتونه په بشپړ ډول خوندي وو. د بانک د ښه کېدو فرصت موجود و او اوس هم شته دی. د افغانستان بانک د افغانستان د سوداګریز بانک د جوړېدو په برخه کې هېڅ ډول همکاري نه ده کړې، د مخکنیو سهم لرونکو د مالي جرمونو د تمويل وسیله ګرځېدلی، خو د افغانستان بانک په مستقیمه توګه دغه بانک تصفيې ته یووړ چې دغه چلند د بد نیت او قوانینو د نه تطیبق ښکارندويي کوي.))
هغه روښانه کړه چې د خلیل صدیق له ګټو سره مخالفت د افغانستان د سوداګریز بانک پر وړاندې د ستونزې جوړېدو لامل شو، په داسې حال کې چې اوس هم شاوخوا ۱۵ میلیون ډالر د افغانستان د سوداګریز بانک په بانکي حساب کې موجود دي.
نوموړي په لویه څارنوالۍ کې د یوې خپلواکې تخصصي کمېټې او په هېواد کې بانکي قضیو ته د رسېدو په موخه د ځانګړې محکمې د جوړېدو، د افغانستان بانک څخه د پیسو د مدیریت جلا کولو، د بانکدارۍ د ملي اکاډمۍ رامنځته کېدو، په هېواد کې د پانګونې د بازار رامنځته کېدو، د خپلواک قانون په لرلو د ملي باورونو او تصفیې د شرکت جوړېدو او د مالي بحران د مدیریت لپاره د صندوق جوړېدو غوښتنه وکړه.
اندېش له ولسمشره وغوښتل چې د افغانستان د سوداګریز بانک د بیا جوړېدو لپاره جدي فرمان ورکړي او عدلي او قضايي ارګانونو ته دې امر وکړي چې ژر تر ژره د افغانستان په سوداګریز بانک کې د ترسره شوو حقوقي او جرمي موضوعاتو په اړه فیصله صادره کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید وویل، د افغانساتان بانک باید ټولې مرحلې او ستونزې وڅېړي او وروسته د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همکارۍ تصمیم ونیسي.
هغه زیاته کړه، که د افغانستان د سوداګریز بانک د سهم لرونکو تر منځ اختلاف موجود و، باید په مستقیمه توګه ورته د دې خونې د ستونزو د حل د کمېسیون له لارې رسېدنه شوې وای، نه د محکمو او یا جواز د لرې کېدو له لارې.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د افغانستان بانک مسوولینو سره خبرې وکړي، خو له اړيکې سره سره ونه توانېد.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










