منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۷ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له غزني تر کندهاره د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا مزو غځولو چارې ۵۴ سلنه ترسره شوې

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۳۰ کتنې

کندهار (پژواک، ٣ چنګاښ ۹۸): چارواکي وايي، له غزني تر کندهاره د ۲۲۰ کیلو ولټ وارداتي برېښنا د مزو او پایو نصبولو چارې په چټکۍ روانې دي او تر دې مهاله ۵۴ سلنه مخې ته تللې دي.

دغه راز له کجکي بند څخه تر کندهار ښار او لښکرګاه پورې بیا د پایو او مزو د نوي کولو د پروژې ۷۰ سلنه کار ترسره شوی دی.

د دې تر څنګ د کندهار د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د پروژې اړوند د ۱۵ مېګاواټه برېښنا د تولید چارې بشپړې شوې او په ازمایښتي بڼه ورڅخه کار اخیستل پيل شوي دي.

د کندهار د برېښنا رییس امان الله ایوب فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، له غزني تر کندهار د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا د پایو او مزو نصبولو چارې ۵۴ سلنه ترسره شوې او پاتې چارې یې په چټکۍ روانې دي.

هغه زیاته کړه، د برېښا ددې پروژې تړون د افغانستان برېښنا شرکت په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې له KEC  نړیوالې هندي کمپنۍ سره لاسلیک کړی.

د ده په خبره، یاده پروژه له ۱۱۳ میلیونه ډالرو څخه ډېر لګښت لري چې د امریکا متحده ایالتونو د پراختیایي ادارې /USAID له خوا د افغانستان دولت له لارې ورکول کېږي.

ده هیله وښوده چې دغه پروژه به د روان ۲۰۱۹ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

فاروقي وايي، د برېښنا دا مهمه او لويه پراختیايي پروژه د غزني، زابل او کندهار ولایتونو (غزني ښار، قره باغ، مقر، شاجوی، کلات او کندهار ښار) له سل زرو ډېر پېرودونکي له برېښنا برخمن کوي.

د ده په خبره، دغه پروژه به د خلکو د اقتصاد پر پیاوړتیا، کرنیز سکټور او تولیداتو، پوهنې، فابریکو او د خلکو د ژوند د کچې په لوړېدو او ښه کېدو کې مثبتې اغیزې ولري.

بلخوا له کجکي بند څخه تر کندهار ښار او لښګرګاه پورې هم د پایو او مزیو د نوي کولو د پروژې ۷۰ سلنه کار تر سره شوی دی.

له کجکي بند څخه د برېښنا د نوو مزو غځولو  دغه پروژه د امریکا پوځ د انجنیري برخې له خوا پلې کېږي چې د ۴۰۳ پایو لګولو او نوو مزیو په غځولو ورباندې ۴۵ میلیونه ډالر لګښت راځي.

فاروقي په دې اړهوویل، دغه پروژه درې برخې لري چې له کجکي بند څخه تر لښکرګاه دوراهي، له لښکرګاه دوراهي څخه تر لښکرګاه ښار او له لښکرګاه دوراهي څخه تر میوند ولسوالۍ پورې د نوو پایو، مزو او دوو سب سټېشنونه نصبول شامل دي.

هغه زیاته کړه، د لښکرګاه له دوراهي تر میوند ولسوالۍ او له میوند تر لښکرګاه دوراهي پورې د دې پروژې کارونه مخ ته تللي خو له لښکرګاه دوراهي تر لښکرګاه ښار پورې ۳۰ سلنه چارې پاتې دي چې اوس پرې کار روان دی.

خو خلک شکایت کوي چې د دې پروژې کارونه په ټیټ کیفیت شوي چې له امله یې ډېر وخت مزي پرې کېږي او برېښنا پارچاوېږي.

په دې اړه فاروقي وویل، دوی پر دې کار کوي څو معلومه کړي چې مزي د ټیټ کیفیت له امله پرې کېږي او که نور عوامل لري.

نوموړی وايي، د شوي قرارداد له مخې د پروژې تر بشپړېدو وروسته به یو کال د وارنټي موده وي، که په دې موده کې د جګړې او نورو طبیعي پېښو له امله پایو او مزو ته زیان اوړي نو رغول به یې د برېښنا ریاست په غاړه وي او که د ټیټ کیفیت له امله قطع کېږي اړوند قراردادي شرکت به یې جوړوي.

ده وویل، تر هغه چې د پروژې د کیفیت له تضمین څخه ډاډه شوي نه وي، دغه پروژه نه تسلیموي.

بل خوا د خلکو له پرله پسې شکایتونو او کلونو انتظار وروسته هم د کندهار د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا کارونه چټک نه شول او ایله په دې وروستیو کې ۱۵ مېګاواټه چمتو شوې ده.

د شوو قراردادونو له مخې باید ډېر مخکې دغه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې وای، خو داسې و نه شول.

فاروقي په دې اړه وویل چې د ۱۵ مېګاواټه سولري برېښنا د تولید چارې چې د ترکۍ ۷۷ کمپنۍ پر غاړه وې، بشپړې شوې او ازمایښتي کار اخیستل ورڅخه پيل شوي دي.

خو ده یادونه وکړه چې د ۱۵ مېګاواټه برېښنا چارې چې د هندۍ ډایناسټي او ۱۰ مېګاواټه برېښنا چارې چې د زولارستان کمپنیو له خوا پر مخ وړل کېږي، چارې یې ډېرې ورو روانې دي.

دی وايي، پر اړوندو کمپنیو یې فشار راوړی څو کارونه چټک کړي.

د یادونې ده، دا مهال کندهار ته له کجکي بنده، ډېزلي جنراتورونو او لمریزې برېښنا له پروژې ۴۰ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي چې په ۲۴ ساعتونو کې هره کورنۍ ۲۰ ساعته برېښنا لري.

په داسې حال کې چې کندهار شاوخوا ۱۵۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.

د یادونې ده، د برېښنا کمښت د کندهار د ټولو اوسېدونکو او په ځانګړې توګه د فابریکو د مسوولینو لپاره لویه ننګونه ده.

له تېرو څو کلونو راهیسې د برېښنا د کمښت له امله د کندهار د صنعتي پارک یوازې ۱۵۴ فابریکې نیمه فعالې دي خو ۱۳۵ نورې یو مخ بندې دي.

په کندهار کې له ٢٠٠ ډېرې فابريکې شته چې پنبه، غوړي، کنجاره، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات او نور په کې تولیدېږي، چې شاو خوا ٥ زره تنه پکې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.

د کندهار ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکی محمد اجمل پژواک خبري اژانس ته وویل د برېښنا نشتوالي یې پر ژوند بد اغېز کړی او کلونه وشول چې له دې ستونزې کړېږي.

دی غوښتنه کوی چې حکومت دې پر اړوند کمپنیو فشار راوړي څو په کندهار کې د سولر پلانټونو د نصب او تولید چارې ګړندۍ کړي.

دی وايي، د هلمند له کجکي بند څخه کندهار ښار ته پر غځېدلې برېښنا هېڅ حساب نه کېږي؛ ځکه کله د جګړو او کله هم د معمولي باد او توپان له امله مزي شلېدلي وي او بیا جوړول یې ورځې او اوونۍ وخت اخلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد