کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۹۸): برېښنا شرکت د ځینو اوسنیو او مخکنیو دولتي چارواکو په ګډون د لسو هغو کسانو د برېښنا مزي پرې کړل چې په ټولیز ډول ددغه شرکت ۵.۵ میلیون افغانۍ پوروړي وو.
د برېښنا شرکت سوداګریز رییس خالد ستانکزي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په یادو لسو کسانو کې د ځوانانو په چارو کې د اجرایيه ریاست مشاور بخت محمد ځدراڼ، د ولسي جرګې مخکنی غړی بیدار ځاځی، د معلولینو د بنسټ رییس عبدالغفور، جهادي قوماندان محمد علم خان، په ولسي جرګه کې د کوچیانو د مخکني استازي ملاتره خېل ورور مختارالحق برادر، د بتخاک د خلکو د شورا رییس تلاش، د ننګرهار د خلکو استازی ګل جمال او جهادي قوماندان نورالرحمن شامل دي.
د یادو لسو کسانو کورونه د کابل ښار په اتمه او دوولسمه حوزه کې موقعیت لري.
د برېښنا ریاست کارکوونکي په داسې حال کې د یادو کسانو پر کورونو د برېښنا مزي پرې کړي دي چې داتمې او دوولسمې حوزې پولیسو یې همکاري کوله.
خالد ستانکزي وویل: ((موږ مخکې دوی ته د برېښنا د بېل د ورکړې ګواښ ورکړی و خو دوی زموږ ګواښ کم وګڼلو او موږ یې نن د برېښنا مزي پرې کړل.))
د هغه جدول له مخې چې برېښنا شرکت له رسنیو سره شریک کړی بخت محمد ځدراڼ ۱.۶ میلیون افغانۍ، بیدار ځاځی له از ۱.۵ میلیون افغانیو ډېر، عبدالغفور ۱۶۳ زره افغانۍ، محمد علم خان په درېیو محلونو کې شاوخوا یو میلیون افغانۍ، مختارالحق له ۳۲۱ زره افغانیو ډېر، ملک تلاش ۴۳۳ زره افغانۍ، نورالرحمن او میرالرحمن۵۲۶ زره افغانۍ او ګل جمال ۲۱۷ زره افغانی د برېښنا شرکت پوروړي دي.
نوموړي وویل، هغه کسان چې د برېښنا شرکت پوروړي دي او د برېښنا مزي یې پرې کېږي د مزو د بیا تړلو پر مهال د غله په نوم لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل کېږي.
د کابل د برېښنا رییس انجنیر عبدالاحد وویل، څو کاله کېږي چې یادو کسانو د برېښنا بېل نه دی تحویل کړی. دده په خبره، د هغو کسانو د برېښنا د مزو پرې کولو بهیر روان دی چې د برېښنا بېلونه یې نه دي تحویل کړي.
هغه زیاته کړه، په کابل کې د برېښنا شرکت ګډونوال تر ۶۰۰ زره کسانو ډېر دي. دده په خبره، په کابل کې پر ځینو کسانو شاوخوا درې میلیارد افغانۍ پور پاتې دی.
په اتمه ناحیه کې د امنې لېسې ښوونکې بي بي حاجي وویل، هغه کسان چې د برېښنا بېلونه نه تحویلوي باید څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










