منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۶ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په لغمان کې يو عصري سوداګريز مارکېټ جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۱ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٨): د څه باندې يو دېرش ميليونه افغانيو په لګښت مهترلام ښار کې د يوه سوداګریز مارکېټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د لغمان د والي وياند دولتزي د چنګاښ په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه مارکېټ د بنست ډبرې اېښودو په مراسمو کې پر والي محمد اصف ننګ سربېره، د هغه د دفتر رييس فريداحمد مارزک، د مهترلام ښاروال نظيف الله الکوزي او يو شمېر نورو کسانو ګډون کړی و.

د مهترلام ښاروال وويل چې دغه سوداګريز مارکېټ په دوو پوړونو کې  د (۳۱۳۲۷۵۹۷) افغانيو په لګښت چې لګښت يې د مهترلام ښاروالۍ ورکوي، د منصور شريف ساختماني شرکت له خوا د يو کال په موده کې جوړېږي.

ښاروال وايي، ياد سوداګريز مارکېټ په دوو پوړونو کې جوړېږي چې ۲۰ هټۍ، ۳ سوپر سټورونه، يوه شيشه خانه، يو جيم کلپ، يو د سپورټ برخې سټور، يو راستورانټ، ۱۴ تشنابونه، يوه ايسکريم خانه، ۶ دفترونه، يو د زيوراتو برخه، ۶ د مسافرو خونې، انټرنېټ او ګڼو نورو اسانتياو لرونکی به وي.

نوموړي د قراردادي شرکت له مسوولينو غوښتنه وکړه چې د مارکېټ جوړولو په وخت کې د کارونو کيفيت او کميت ته ځانکړې پاملرنه وکړي.

په ورته مهال د لغمان والي محمد اصف ننګ وويل، په لغمان کې چې د کارموندې لپاره کوم پروګرام روان دی، د افغانستان په کچه يو موډل حسابېږي.

هغه زياته کړه، هڅه کوي څو په دغه ولايت کې سرمايه جلب کړي او تر ډېره په دې برخه کې بریالی روان دی.

ننګ د مشرقي په ځانګړي ډول د لغمان پر سرمايه دارانو غږ وکړ چې په دغه ولايت کې پانګه اچونه وکړي او زياته يې کړه، ولايتي اداره چمتو ده چې د ځمکې تر څنګ ورته نورې اسانتياوې هم برابرې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد