منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۱ غ.م
۸°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کندهار کې ټولې ٧٥٠ ښځې په تقويتي پروسه کې ثبت شوې دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۶۹ کتنې

کندهار (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۸): په کندهار کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د تقویتي نوم لیکنې بهیر تېره ورځ پای ته ورسېد چې په ترڅ کې یې ۳۸۰۰ سړیو او ۷۵۰ ښځو نوم لیکنه کړې ده.

خو په دغه بهیر کې ناامني او د خلکو نه پوهاوی هغه ستونزې وې چې ډېر خلک له نوم لیکنې پاتې شول.

په کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس هاشم دراني له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د تقویتي نوم لیکنې بهیر تېره میاشت (د غبرګولي په ۱۸مه) پیل شوی و چې د روانې میاشتې (د چنګاښ په ۹مه) پای ته ورسېد.

هغه زیاته کړه، په دې موده کې په کندهار ښار او ۱۳ ولسوالیو کې ۳۴۰۰ سړیو او ۷۵۰ ښځو نوم لیکنه کړې ده.

د ده په خبره، د څلورو ناامنو ولسوالیو (غورک، معروف، میانشین او نېش) معلومات لا نه دي را رسېدلي، خو ښايي په یادو شوو څلورو واړو ولسوالیو کې شاوخوا ۴۰۰ تنو نوم لیکنه کړې وي چې په دې توګه ټولټال ۳۸۰۰ نارینه وو په نوم لیکنه کې برخه اخیستې ده.

د ده په خبره، دا چې دغو ولسوالیو ته مامورین او اسناد د ناامنۍ له امله د هوا له لارې لېږدول شوي، څو چې مامورین یې بېرته رالېږدول کېږي څو ورځې په بر کې نیسي.

د کندهار په کچه د ولسمشرۍ ټاکنو د تقویتي نوم لیکنې لپاره ۲۸ مرکزونه ځانګړي شوي وو چې په ټولو ۱۷ ولسوالیو کې یو- یو مرکز او په کندهار ښار کې ۱۱ مرکزونه پرانیستي وو.

تقویتي نوم لیکنه د هغو لپاره وو چې تازه یې د ۱۸ کلنۍ عمر بشپړ کړی و، له بهره هېواد ته راستانه شوي وو او یا یې کندهار ته نقل مکان کړی و.

د کندهار اوسېدونکي وايي، ناامنۍ او نه پوهاوی هغه ستونزې وې چې په نوم لیکنه کې یې د خلکو ګډون کم رنګه کړی و.

د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالله افغان پژواک اژانس ته وویل، په ولسوالۍ کې یې د نوم لیکنې پر وړاندې تر ټولو جدي ستونزه ناامني وه.

هغه زیاته کړه، د ولسوالۍ ډېره برخه د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده او یوازې د ولسوالۍ مرکز له امنیتي ځواکونو سره دی چې له همدې امله خلکو ونه شو کړای په نوم لیکنه کې ګډون وکړي.

 

دی وايي، که ولسوالۍ په بشپړه توګه تر دولتي حاکمیت لاندې وای، نو ښايي ډېرو خلکو په نوم لیکنه کې برخه اخیستې وای.

بلخوا د کندهار ښار ډېری اوسېدونکي بیا پر دې نظر دي چې د ټاکنو کمېسیون د تقویتي نوم لیکنې تر پيل مخکې لکه څنګه چې اړتیا وه، د عامه پوهاوي په برخه کې خپل مسوولیت ترسره نه کړ.

د کندهار ښار د میرویس مېنې اوسېدونکي محمد الله پژواک ته وویل، له تقویتي نوم لیکنې تر وروستۍ ورځې ان ډېر خلک خبر نه وو چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوم لیکنه کېږي.

د ده په باور، دا چې په کندهار ښار کې د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو ونډه کمه وه، یو لامل یې همدا دی.

خو د ټاکنو کمېسیون رییس هاشم درانی بیا دا نه مني چې ګواکې دوی دې د عامه پوهاوي په برخه کې کار نه وي کړی.

نوموړی زیاتوي، د نوم لیکنې په بهیر کې په ځانګړې توګه د ښځو د ګډون په موخه یې په کندهار ښار او ولسوالیو کې ګڼ ورکشاپونه جوړ کړل، دغه راز یې د سیمه ییزو راډیوګانو له لارې د خلکو د عامه پوهاوي په موخه ګڼ اعلانونه خپاره کړل.

خو ده ومنله چې په لرو ولسوالیو کې ناامني د نوم لیکنې په برخه کې جدي ستونزه وه.

د ده په خبره، هغه ګواښونه چې امنیتي ځواکونو ته متوجه وو، د دوی کار کوونکو ته هم متوجه وو، خو بیا هم د نوم لیکنې بهیر په ښه توګه ترسره شو.

دی وايي، ښايي ډېرو خلکو دا منیتي ګواښونو له امله په ولسوالیو کې نوم لیکنه نه وي کړې.

په کندهار کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د تقویتي نوم لیکنې لړۍ داسې مهال پای ته رسېږي چې همدا تېره شپه په معروف ولسوالۍ کې د ټاکنو د کمېسیون ۸ کار کوونکي وژل شوي دي.

د یادونې ده، څو میاشتې وړاندې د پارلماني ټاکنو لپاره د کندهار په کچه ټولټال ۵۶۷زره کسانو نوم لیکنه کړې وه چې ۷۳زره یې ښځې وې.

ټاکل شوې ده ولسمشریزي ټاکنې د روان کال د تلې میاشتې په ۶مه نېټه وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست